ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا په کابل کې خپل سفیر بدلوي

امریکا په کابل کې خپل سفیر بدلوي

author avatar
29 Aug 2014 - 21:26
امریکا په کابل کې خپل سفیر بدلوي
author avatar
29 Aug 2014 - 21:26

کابل ( پژواک ۷ وږی ۹۳ ) : د امریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي چې یو تن تجربه لرونکی دیپلومات په کابل کې د خپل نوي سفیر په توګه وټاکي.

امریکایي رسنیو د وږی په ۷مه، خبر ورکړی، چې نوی سفیر مایکل میکنلي نومیږي او اوس مهال په کابل کې دامريکا دسفارت  د مرستیال سفیر په توګه دنده ترسره کوي.

سرچینې زیاته کړې چې مایکل میکنلي د اوسني سفیر جیمز کننګهم پر ځای ټاکل کیږي، څوک چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې په افغانستان کې د سفیر په توګه دنده ترسره کوي.

ویل کیږي، چې میکنلي د ولسمشر بارک اوباما یو له نږدې ملګرو څخه دی او په دیپلوماسۍ کې پراخه تجربه لري.

هغه تر دې مخکې به پیرو او کولمبیا هیوادونو کې هم د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
مایکل   دې دندې لپاره باید د امریکا له مشرانو جرګې څخه منظوري واخلي. 

امریکا په داسې وخت کې خپل سفیر بدلوي چې په افغانستان کې تر ټاکنو وروسته سیاسي حالات کړکیچن شوي دي.

امریکا غواړي چې نوی ولسمشرله دوی سره امنیتي سند لاسلیک کړي، څو دوی وکولی شی تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري پاتې کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.