کابل ( پژواک ٧ وږى ٩٣): د نورستان د سولې ولايتي کمېټې مشر عبدالحکيم نورستانى، تېره ورځ ماښام په کابل کې ووژل شو.
دا څرګندونې د نورستان د سولې ولايتي کمېټې د دارالانشا مشر احمدشاه، نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل، چې نورستانى تېره ورځ ماښام د کابل ښار په قل ابچکان سيمه کې د ماښام لمانځه تر ادا کولو وروسته خپل کور ته پر لاره د دوو موټرسايکل سپرو پر ډزو وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړه ،چې پر نورستاني له بريدکوونکو يو تن پوليسو نيولى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن