فراه ( پژواک ٧ وږى ٩٣): د فراه ولايت په جوين ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو له امله يو تن ومړ او څلور نور ټپيان شول.
د جوين ولسوال صمديار، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار د جوين په “نيزار” سيمه کې رامنځته شوه.
د هغه د څرګندونو له مخې، ياد پنځه تنه د جوين د “پنجبې” د سيمې اوسېدونکي دي او نيمروز ته پر لاره وو، چې د بې احتياطۍ اوګړندي تګ له امله يې موټر چپه شو.
ده وويل، چې په دې پېښه کې موټر چلوونکى مړ شوى او له ټپيانو څخه هم د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، د پېښې درې ټپيان په جوين کې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي او يو تن چې روغتيايي حالت يې نازک دى، د فراه په مرکز کې ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.
د روان کال د غبرګولي په ٦مه د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې هم د ترافيکي پېښې له امله لس تنه ټپيان شوي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن