ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو په “ورېښمو لار” جشن کې زرګونو کسانو ګډون کړى

د باميانو په “ورېښمو لار” جشن کې زرګونو کسانو ګډون کړى

author avatar
30 Aug 2014 - 16:03
د باميانو په “ورېښمو لار” جشن کې زرګونو کسانو ګډون کړى
author avatar
30 Aug 2014 - 16:03

باميان (پژواک ٨ وږى ٩٣): په باميانو کې د ورېښمو لاره جشن تېره ورځ د کنسرت، سيمه ييزو لوبو او په ملي اتڼونو سره تېره ورځ پيل شو او نن يې د حيواني محصولاتو او نندارو په ترسره کېدو دوام درلود.

دغه درې ورځنى جشن د پنجشنبې په ماښام پيل شو او تېره ورځ سيمه ييزې لوبې لکه ريسمان کشي، پهلواني، چوب بازي او د سندرغاړو کنسرتونه په کې ترسره شول.

د دايکنډي ولايت د چوب بازۍ ټيم، د پکتيا ملي اتڼ او د افغانستان د ماشومانو سرکس زړه راښکونکې نندارې وړاندې کړې.

په کنسرتونو کې ځوان سندرغاړي سرور سرخوش، داوود پژمان، حميد سخي زاده او عباس نشاط د نندار چيانو په چيغو او چکچکو بدرګه شول.

په دغه جشن کې چې د افغانستان په يواځني ملي پارک بند امير کې جوړ شوى و، د هېواد له بېلابېلو ولايتونو په زرګونو کسانو ګډون کړى و او له تفريحي پروګرامونو يې خوند واخيست.

د جعفر په نامه يوه ګډون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيت له هر څه غوره دى او نن احساس کوي چې خوښ دى او ورځ يې له جګړې، ځانمرګي، چاودنې او ټاکنيزو جنجالونو پرته تېره کړې ده.

هغه زياته کړه، دا لومړى ځل دى چې په جشن کې ګډون کوي او د ميدان وردګو ولايت له حصه دوم بهسود څخه له خپلو ملګرو سره بند امير ته راغلى دى.

د پکتيا ولايت اوسېدونکي احمدالله هم وويل، چې جشن يې خوښ شوى او هغه يو غوره تفريحي پروګرام ګڼي.

هغه زياته کړه:(( دلته مو د سولې امنيت نه عملا خوند واخيست، د باميانو له خلکو سره مو په جشن کې برخه واخيسته او دا به راته د يوې نه هېرېدونې خاطرې په توګه پاتې وي.))

 يو شمېر کورنيو هم په دې جشن کې ګډون کړى او د خپلو ماشومانو د تفرېح لپاره يې موثر بولي.

د بند امير اوسېدونکې بي بي خديجې وويل: ((کنسرت زموږ لپاره دومره زړه را ښکونکى و، چې له اولادونو مې يې د غرمې ډوډۍ هېره کړې وه او څو ساعته وروسته مو وخوړه.))

هغه زياته کړه، د دغه جشن ګټه دا ده، چې د بند امير خلک به د خپلو هوټلونو او کرنيزو او حيواني محصولاتو له لارې ښه عايد ترلاسه کړي.

جشن به نن ورځ د کنسرتونو، نندارو او د ښځو د لاسي صنايعو، کرنيزو او حيواني محصلاتو د غرفو په پرانيستې سره په باميان ښار کې د بودا د نړېدلو مجسمو په مخکې پيل او دوام ولري.

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رييس کبير دادرس وويل، چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د ورېښمو لارې جشن هر کال په دغه ولايت کې ترسره کېږي او هر کال يې تر مخکني کال ډېر کورني او بهرني سيلانيان را جذب کړي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه جشن له بېلابېلو پروګرامونو جوړ دى چې د ځايي خلکو، ګرځندويانو او ټولو هېوادوالو لپاره به غوره تفريح ولري او د امن په بشپړه فضا کې ترسره کېږي.

د باميانو والي غلام علي وحدت د دغه ولايت له خلکو غوښتنه وکړه، چې له کورنيو او بهرنيو مېلمنو ښه هر کلى وکړي او خپل د سولې او دوستۍ فرهنګ ورته وښيي.

هغه زياته کړه، چې د ورېښمو لار جشن د باميانو پر پېژندنې او د ګرځندوى صنعت د ودې لپاره د فرهنګي تمدن د مرکز جوړېدو لپاره زمينه مساعدوي او باميان به د سوېلي اسيا هېوادونو ته ور وپېژني.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې باميان په ٢٠١٥ ميلادى کال کې د سارک هېوادونو (د سوېلي اسيا د سيمه ييزو همکاريو سازمان) د فرهنګي تمدن د مرکز په نوم نول کېږي، چې له اقتصادي او فرهنګي اړخه د دغه ولايت اهميت لوړوي.

باميانو دغه امتياز د خپل لرغونوالي او تاريخي مخينې له اړخه ترلاسه کړى او ټاکل شوې چې په راتلونکي زېږديز کال کې په باميانو کې يوه نړيواله پرتمينه غونډه جوړه شي، چې د ټولو اسيايي هېوادونو استازي، د سارک غړي، د افغانستان ګاونډيان، د ملګرو ملتونو استازى، يونسکو (د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان) او نورو نړيوالو بنسټونو غړي به په کې ګډون وکړي.

دا په باميانو کې شپږم جشن دى، چې له تفريح پرته د لاسي صنايعو او کرنيزو محصولاتو د نندارتونونو له اړخه د دغه ولايت خلکو ته غوره عوايد لري.

د ورېښمو لارې پنځم جشن چې تېر کال په چنګاښ مياشت کې جوړ شوى و، د بېلابېلو تفريحي پروګرامونو په ترسره کولو سره کورنيو او نړيوالو سېلانيانو ته باميان د يوې سياحتي سيمې په توګه ور وپېژندل شو.

په باميان ولايت کې ګڼې تاريخي او لرغونې سيمې شته، چې له دې ډلې د بودا تخريب شوې مجسمې اوبند امير، چې د اوو طبيعي او ښکلو بندونو درلودونکى او د افغانستان د لومړني ملي پارک په نامه ياد شوى، د دغه ولايت په تاريخ او لرغونتيا دلالت کوي.

 غلغله او ضحاک ښارونه، اژدر دره، استوپه ګيکان، ګوهرګين، چهل دختران، ګوهرګين، کافري، چهل دختران کلاوې، چهلست او شاهي ښار نورې هغه ساحې دي، چې د کورنيو او بهرنيو ګرځندويانو پاملرنه يې ځانته اړولې او خلک او دولت ترې هر کال د ګرځندوى له اړخه ښه عوايد تر لاسه کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.