ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تحول او دوام ټيم ١٥ شکايتونه ثبت کړل

د تحول او دوام ټيم ١٥ شکايتونه ثبت کړل

author avatar
30 Aug 2014 - 16:05
د تحول او دوام ټيم ١٥ شکايتونه ثبت کړل
author avatar
30 Aug 2014 - 16:05

کابل (پژواک ٨ وږى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، چې د تحول او تداوم ټيم د رايې ورکونې د ٧٥ محلونو د باطلېدو  په اړه ١٥ شکايتونه ثبت کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون درې ورځې وړاندې د رايې ورکونې ٧٥ محلونه او تېره ورځ ٦٩ محلونه باطل اعلان کړل. دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې وړاندې هم ٧٢ نور شکايتونه باطل اعلان شوي وو.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د تحول او تداوم ټيم د ٧٥ محلونو د رايو باطلېدو په اړه ١٥ شکايتونه ثبت کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم تر اوسه دغه محلونو د باطلو شوو رايو په اړه کوم شکايت د شکايتونو له کمېسيون سره نه دى درج کړي او کمېسيون د قانون له مخې مکلف دى چې شکايتونه وڅېړي.

د شکايتونو کمېسيون وياند زياته کړه، چې د ټاکنو له قانون سره سم به ثبت شوي شکايتونه سبا ورځ له غرمې مخکې په علني غونډه  کې څېړل کېږي.

محسني زياته کړه، چې کمېسيون به نن مازديګر تر پنځو بجو پورې د رايې ورکونې د ٦٩ محلونو د رايو باطلېدو په اړه شکايتونه ترلاسه کړي، خو ويې نه ويل چې تر اوسه د دغو محلونو په اړه څومره شکايتونه ثبت شوي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند وويل، چې د رايې ورکونې د ٧٢ محلونو په اړه د تحول او تدازم ټيم د شکايتونو له څېړلو وروسته د دوو محلونو رايې معتبرې اعلان کړې.

 دا په داسې حال کې ده چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم درې ورځې وړاندې د رايو د ٧٢ محلونو په اړه ٢٥ شکايتونه ثبت کړي و او له دې ډلې د ټاکنو کمېسيون يواځې دوه شکايتونه معتبر ګڼلي دي.

محسني وويل، که چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د شکايتونو کمېسيون د تصميم په اړه کوم اعتراض ولري، نو کولى شي چې تر ٢٤ ساعتونو پورې يې درج کړي، له دې پرته دغه تصميم نهايي دى.

نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې د باطلو شوو رايو پايلې ډېر ژر په خپله ويبپاڼه کې خپرې کړي.

د ويلو ده چې تر اوسه پورې د رايو ورکونې صندوقونو ٧٦ سلنه تفتيش شوې او د سل سلنه صندوقونو ټوليزه اندازه نږدې ٢٣ زرو ته رسېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.