مزارشريف (پژواک ٨ وږى ٩٣): د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف ښار څخه د شمال زون د نهو ولايتونو خلک د حج کولو په موخه سعودي عربستان ته روان شول.
د بلخ د حج او اوقافو رييس قاري حيات الله د وږي په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه حج ته د تلونکو کسانو لومړۍ الوتنه د مزارشريف ښار له مولانا جلال الدين محمد بلخي هوايي ډګر څخه ترسره شوه.
نوموړي زياته کړه، تر دې دمه درې الوتنې شوې، چې په ټوليزه توګه ۳۲۰ کسان د حج په موخه سعودي ته رسېدلي او ۲۳۳ پر لاره دي.
د هغه په وينا، سږ کال به له بلخ ولايت څخه ۱۰۲۶ کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.
حيات الله وويل، چې په دغو کسانو ۳۳۶ مېرمنې او پاتې نور سړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د حاجيانو په لګښت کې کمښت راغلی دی.
د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې د حج ټول لګښت ۳۰۲۵امريکايي ډالره و خو سږ کال ۲۷۰۵ ډالره دى.
د مزارشريف اوسېدونکي محمد نعمان چې د حج په موخه سعودي عربستان ته روان و پژواک ته وويل، چې د لګښت د زياتوالي او کموالی مسئله ډېره مهمه نه ده خو چې دولت ورته په سعودي کې اسانتيا برابره کړای شي.
نوموړي زياته کړه، چې په سعودي کې د اوسېدو د ځای او د خوراک څښاک لپاره بايد بشپړ تيارى نيول شوى وي.
د حج او اوقافو رييس وويل چې له حاجيانو څخه اخيستل شوې پيسې د هغوى په تګ راتګ لګول کېږي.
نوموړي زياته کړه چې په سعودي کې له جدى څخه مکې ته، بيا مدينې ته لېږدول کېږي، چې هلته ورته ودانۍ نيول شوې دي.
د هغه په وينا، له ودانيو په موټرو کې حرم شريف ته لېږدول کېږي او په منى او عرفات کې ورته د خوراک او څښاک تدابير هم نيول شوي دي.
حيات الله وويل چې سږ کال به د مولانا جلال الدين محمد بلخي له هوايي ډګر څخه په ۲۶ الوتنو کې د شمال زون ۶زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته ولېږدول شي.
د يادونې ده چې پرون له کابل څخه هم د حج الوتنې پيل شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن