ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “مختګ “ادارې ته ښو خدمتونو له امله نړيواله جايزه ورکړل شوه

author avatar
30 Aug 2014 - 00:00
author avatar
30 Aug 2014 - 00:00

کابل (پژواک ٨ وږى ٩٣): د افغانستان د “مختګ د مشورتي خدماتو” ادارې ته نړيواله جايزه ورکړل شوې ده.

دغه جايزه د (کپيټل فينانس انټرنېشنل) په نوم يوې نړيوالې ادارې له خوا د “مختګ” ادارې ته د ښو خدمتونو په برخه کې ورکړل شوې ده.

د يادې نړيوالې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د “مختګ مشورتي خدماتو” ادارې له فعاليتونو او ژمنتيا څخه ډېر متاثره شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دې ادارې له خپلو مشتريانو، دولتي او غير دولتي ادارو سره د خپل هېواد د روښانه راتلونکي لپاره په پراخه کچه مرستې کړې او مشورې يې ورکړې دي.

سرچينې زياته کړې، د “مختګ”  اداره  چې د پانګونې ملاتړ له ادارې (ايسا) سره راجستر ده،  عامو خلکو او خصوصي سکتور ته مشورې ورکوي او نور خدمات ورته وړاندې کوي.

يادې نړيوالې ادارې ويلي چې “مختګ” اداره په لوړه کچه فعاليتونه ترسره کوي او د ورکړل شوې جايزې مستحقه وه.

د “مختګ” ادارې مشر او د ميدان وردګو پخوانى والي محمدحليم فدايي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ هغه مهال برياليتوب ترلاسه کولى شو چې د خلکو ستونزې هوارې او هغوى ته ښه خدمات وړاندې کړو.))

نوموړي د يادې جايزې په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دا د “مختګ” ادارې د ټولو کارکوونکو د هلو ځلو نتيجه ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.