واشنګټن (پژواک ٨ وږى ٩٣): سپينه ماڼۍ وايي، ولسمشر بارک اوباما دا حق لري چې د افغانستان په اړه په خپله تګلاره کې بدلون راولي.
دغه څرګندونې د سپينې مانۍ د ملي امنيت شورا وياند کاټلين هايډن په واشنګټن کې خبريالانو ته کړې دي.
خو هغې زياته کړې چې اوس مهال ولسمشر بارک اوباما تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ايستلو په اړه په خپله تګلاره کې د کوم بدلون پلان نه لري.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياندې ويلي: ((اوس مهال د ولسمشر له خوا پخوا اعلان شوې تګلاره پر مخ وړل کېږي؛ د دې تګلارې له مخې امريکا بايد له افغانستان سره امنيتي سند لاسليک کړي، د دغه کار لپاره د افغانستان دواړو کانديدانو لا د مخه د لاسليک ژمنې کړې دي.))
د نوموړې په وينا، ولسمشر بارک اوباما د دې حق لري چې په خپله تګلاره کې بدلون راولي خو دغه کار جغرافيايي حقايقو ته په کتو سره ترسره کېږي.
کاټلين زياته کړې: ((زه فکر نه کوم چې د سرتېرو د ايستلو په اړه به د ولسمشر په اعلان شوې تګلاره کې کوم بدلون راشي.))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن