ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وردګو کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

وردګو کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
30 Aug 2014 - 17:28
وردګو کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
30 Aug 2014 - 17:28

ميدانښار ( پژواک ٨ وږى ٩٣): د ميدان وردګو ولايت په ځينو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال ٢٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ٨ مه، پژواک اژانس ته وويل چې يادې پېښې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د ولايت په مرکز ميدانښار، سيداباد، چک او نرخ ولسواليو کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د نرخ ولسوالۍ په ابراهيم خېلو او په شاه کابل سيمو کې د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مهال د وزيرستانيانو په ګډون ١٣ وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز د سيداباد ولسوالۍ په بهادرخېلو، تنګي او سالارو سيمو کې د
بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ۵ مخالفين وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

خوږياڼي وويل چې په ورته وخت کې د مرکز ميدان ښار په لعلوخېلو سيمه کې د هوايي بريد په
ترڅ کې يو وسله وال مخالف وژل شوی او يو بل ټپي دی

د والي وياند وايي چې د چک ولسوالۍ په ګودي سيمه کې د وسلوالو مخالفينو لخوا په يوه توغول شوې مرمۍ کې يو ٩ کلن ماشوم وژل شوى دى.

دى وايي چې ديادې ولسوالۍ په بمبايي سيمه کې دامنيتي ځواکونو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښته کې يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.