ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلام اباد نښتوکې دوه تنه مړه او سلګونه نور ټپيان دي

د اسلام اباد نښتوکې دوه تنه مړه او سلګونه نور ټپيان دي

author avatar
31 Aug 2014 - 11:47
د اسلام اباد نښتوکې دوه تنه مړه او سلګونه نور ټپيان دي
author avatar
31 Aug 2014 - 11:47

کابل (پژواک ٨ وږى ٩٣): د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دوو سياسي ګوندونو د پلويانو او پوليسو تر منځ له تېرې شپې راهيسې په پيل شوو نښتو کې دوه تنه مړه او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

له تېرو نږدې دريو اونيو راهيسې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف او طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک د سياسي ګوندونو له خوا د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه او احتجاجي غونډې روانې دي.

دواړو سياسي ګوندونو په تېرو ټاکنو کې چې يو کال مخکې ترسره شوې، د پراخ درغليو ادعا کوي او له لومړي وزير نوازشريف څخه د استعفى غوښتنه کوي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د دواړو سياسي ګوندونو او حکومتي پلاوو تر منځ څو وارې مذاکرات او خبرې اترې وشوې، خو کومه پايله يې ورنه کړه.

پاکستاني رسنيو د وږي په  ٩مه خبر ورکړى، چې د خبرو اترو تر ناکامېدو وروسته تېر ماخوستن د دواړو سياسي ګوندونو پلويانو د لومړي وزير او د وزيرانو د شورا د ماڼيو پر لور مارش پيل کړ، چې د پوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، پر دې مهال د پوليسو او لاريون کوونکو تر منځ نښتې شوې او پوليس پر لاريون کوونکو اوښکي بهوونکى ګاز استعمالوي.

په اسلام اباد کې د پمز په نوم د يوه روغتون سرچينې رسنيو ته ويلي چې تر اوسه ورته له يادو نښتو دوه مړي او تر ٤٥٠ زيات ټپيان ور وړل شوي چې ډېرى په کې لاريون کوونکي او يو شمېر پوليس شامل دي.

بلخوا راپورونه وايي چې لسګونه لاريون کوونکي د پاکستان د پارلمان ودانۍ ته هم ننوتلي، چېرې چې د پوځ سرتېرو يې امنيت نيولى دى.

د پوځ سرتېرو پر دوى له  بريد څخه ډډه کړې او ترې غوښتي يې دي چې له دې ځايه دې ووځي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.