مزارشريف، کابل (پژواک ٩ وږى ٩٣): د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي، په ټول هېواد کې د دولت د اختياري بوديجې له لوري تمويلېدونکې د ټولګټو نږدې ۶۰ پروژې د بوديجې د کمښت له امله بندې دي او يا هم پرانيستل شوې نه دي.
دغه څرګندونې د فوايد عامې وزارت تخنيکي مرستيال احمدشاه وحيد د وږي په ۹مه، د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې د مزارشريف د حلقوي سړک د پرانيستې پر مهال وکړې.
ياد سړک، نن له ماسپښين وروسته د فوايد عامې وزارت د لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د بلخ ولايت دولتي او امنيتي چارواکو له خوا رسما پرانيستل شو
د فوايد عامې وزارت تخنيکي مرستيال وويل، چې دغه سړک څه کم ۲۹ کيلومتره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، چې د سړک جوړونې په نړيوالو معيارونو به يوه طبقه قير کړای شي.
نوموړي زياته کړه، ياد سړک به د افغانستان دولت د اختياري بوديجې له خوا په لس ميليونه امريکايي ډالرو جوړ او په راتلونکو اتلسو مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته چمتو کړای شي.
د بلخ ولايت مرستيال ظاهر وحدت پژواک ته وويل، چې دوی د شولګر ولسوالۍ له اوسېدونکو هيله کوي، چې د ياد سړک د جوړېدو په چارو کې د دولت ملاتړ وکړي.
نوموړي زياته کړه، ياد سړک نه يواځې چې د شولګر د زرګونو کورنيو ستونزې هواروي، بلکې د بلخ ولايت حلقوي سړک دی، چې د سمنګان ولايت اوسېدونکي ترې هم ګټه اخلي.
د فوايد عامې وزارت تخنيکي مرستيال احمدشاه وحيد، په دغه پرانيسته کې په ټول هېواد کې د بوديجې د کمښت له امله د لسګونو ټولګټو پروژو د بندېدو او نه پرانيستنې يادونه هم وکړه.
ده وويل، په ټول هېواد کې نږدې ۶۰ پروژې، چې د افغان دولت له اختياري بوديجې څخه تموېل کېدې، بندې او يا هم د تدارکي چارو له بشپړېدو وروسته پرانيستل شوې نه دي.
نوموړي زياته کړه، په دغه پروژو کې ډېری د سړکونو د جوړېدو پروژې دي.
د هغه په وينا، په يادو پروژو کې د نږدې ۳۵ ټولګټو پروژو کار په نيمه کې د بوديجې د کمښت له امله په ټپه ولاړ دی.
احمدشاه وحيد د بېلګې په توګه د بلخ ولايت يادوه وکړه، چې درې سترې ټولګټې پروژې په کې د بوديجې د کمښت له امله بندې پاتې دي.
نوموړي زياته کړه، داسې ولايتونو هم شته، چې د تېر ژمي د واورو د ورښت له امله يې د سړکونو د پاکېدو چارې، چې د يوې پروژې له مخې تر سره شوې وي، تر دې دمه يې لګښت نه دی تر لاسه کړی.
هغه د سالنګ لويې لارې ته هم اشاره وکړه، چې د بوديجې د کمښت له امله دغه سړک، چې ۱۰۹ کيلومتره اوږدوالی لري، ۶۰ ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا لري، چې په بنسټيزه توګه ورغول شي.
د فوايد عامې وزارت مرستيال وحيد وويل، هغه پروژې، چې د ډونرانو له خوا تمويل شوې دي، کومې ستونزې په کې نشته او چارې يې پر مخ روانې دي.
د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن بيا پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لانجو او کړکېچ د سړک جوړونې د ٣٥ پروژې د بندښت لامل شوى دى.
ده زياته کړه، دغه پروژې چې د ماليې وزارت له لوري تمويل کېدې، د بوديجې د نه شتوالي له امله درېدلي او يو شمېر نورې پروژې د درېدو په حال کې دي.
دى وايي: “ټاکنيزو لانجو په ټول هېواد او هېوادوالو منفي اغېز کړى دى.”
د هغه په وينا، افغانستان اوسمهال په اقتصادي برخه کې سخته صدمه ليدلې او هغه پروژې، چې د ماليې وزارت له لوري تمويلېدې، د هغو د پلي کېدو لپاره بوديجه نه لري.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن