هرات ښار (پژواک ٩ وږى ٩٣): په هرات ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٢٤ کسان مړه شوي دي.
په هرات ښار کې د حوزوي روغتون اداري مدير او د رسنيو مسوول رفيق شېرزي د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار اته بجې د اسلام کلا پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، له يادې پېښې دوى ته ٢٤ مړي او څلور ټپيان ور وړل شوي چې د ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
دى وايي چې په مړو کې پنځه ښځې او څلور ماشومان شامل دي.
د هرات د امنيې قوماندان وياند سمونوال عبدالرووف احمدي بيا پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ١٩ کسان مړه او اوه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، يو ټونس موټر چې له کهسان ولسوالۍ هرات ښار ته پر لاره و، د اسلام کلا پر لويه لاره د مسلح په سيمه کې له مخامخ روان ټېلر موټر سره جنګېدلى دى.
د احمدي په وينا، دغه پېښه د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او د ټېلر موټر چلوونکى پوليسو نيولى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن