کابل (پژواک ٩ وږى ٩٣): ولسمشر کرزي د شمالي وزيرستان بې ځايه شويو کورنيو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان حکومت به د دوى د تعليم، روغتيا او نورو اړتياوو په پوره کولو کې لازم اقدامات وکړي.
د شمالي وزيرستان زرګونه کورنۍ د جنګ جګړو له امله له پولې دې خوا را اوښتي او په خوست ولايت کې مېشتې شوې دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د وږي په نهمه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د شمالي وزيرستان د بې ځايه شويو کورنيو له يو شمېر مشرانو او مخورو سره نن په ارګ کې وکتل.
دوى په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې دي.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر کرزى هغوى ته په خطاب کې ويلي: “تاسو په خپل کور کې ياست او د خاوند په توګه به دلته ژوند کوئ.”
دغه راز ولسمشر هغوى ته ډاډ ورکړى، چې د افغانستان حکومت به ستاسو د بچيانو د تعليم او روغتيا او د هغو نورو اړتياوو او اسانتياوو د رامنځته کولو په لاره کې چې تاسو ورته ضرورت لرئ، لازم اقدامات وکړي.
حامد کرزي په سيمه کې روانو حالاتو ته د اشارې په ترڅ کې هيله څرګنده کړې، چې په افغانستان او پاکستان کې سوله او امن ټينګښت ومومي او د دې سيمې خلک سوکاله او ارام ژوند ولري او پر خپلو کورونو بسيا شي.
د خبرپاڼې په حواله، د شمالي وزيرستان د بې ځايه شويو کورنيو څو تنو مشرانو د نورو په استازيتوب د ولسمشر حامدکرزي له پاملرنې او د خوست د خلکو د همکاريو له امله، چې خپل کورونه يې د دوى په واک کې ورکړي دي، مننه او قدرداني وکړه.
سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې د افغانستان د علماوو د سراسري شورا مشر، د سرحدونو او قبايلو او د کډوالو چارو وزيرانو او د خوست والي هم ګډون کړى وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن