ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې پيلوټه هوايي بريد لس وسله وال وژلي

بې پيلوټه هوايي بريد لس وسله وال وژلي

author avatar
1 Sep 2014 - 16:32
بې پيلوټه هوايي بريد لس وسله وال وژلي
author avatar
1 Sep 2014 - 16:32

اسعداباد (پژواک ١٠ وږى ٩٣): په کونړ ولايت کې د اېتلافي ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې ١٠ وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د وټه پور ولسوالۍ د قمچۍ په سيمه کې هوايي بريد کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د دوو قوماندانانو (ملنګ او ګل حکيم) په ګډون اوه  وسله وال وژل شوي دي.

نوموړى وايي چې دويم بې پيلوټه بريد د سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړۍ په سيمه کې  شوى دى چې له امله يې درې وسله وال وژل شوي دي.

امنيه قوماندان وايي چې د دويم بريد موخه د خراسان په نامه نوې پيدا شوې وسله واله ډله وه، چې په دې وروستيو کې يې په کونړ کې فعاليتونه پيل کړي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.