ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سي اى اې پټې جګړې” په نوم کتاب چاپ شو

“د سي اى اې پټې جګړې” په نوم کتاب چاپ شو

author avatar
1 Sep 2014 - 12:03
“د سي اى اې پټې جګړې” په نوم کتاب چاپ شو
author avatar
1 Sep 2014 - 12:03

کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٣): “د سي اى اې پټې جګړې- له ويتنام څخه تر افغانستانه” په نوم کتاب د سپوږمۍ راډيو له خوا چاپ او خپور شوى دى.

دغه کتاب د امريکايي ليکوال او ژورنالېست پيټر هارکليروډ له خوا ليکل شوى، ليکوال او ژورنالېست محمدزبير شفيقي پښتو ژبې ته ژباړلى دى.

ياد کتاب چې ښکلې پښتۍ لرۍ، په ٢٠٨ مخونو کې سپوږمۍ راډيو چاپ او خپور کړى دى.

د کتاب خپرندويې ادارې (سپوږمۍ راډيو) د کتاب په يادښت کې ليکلي، چې په دغه اثر کې د نړۍ د تر ټولو سترې خطرناکې او پياوړې څارګرې ادارې د دوو پټو جګړو او عملياتو په اړه (د ويتنام، لاوس او کمبوديا او د پخواني شوروي اتحاد د يرغل مهال په افغانستان کې) تفصيل راغلى دى.

په يادښت کې راغلي، په دغه اثر کې به لوستونکي د دې څارګرې ادارې د هغو کړو وړو څو تفصيلي داستانونه ولولي چې د هاليووډ په فلمونو کې يې نن په سينما او تلويزيونونو کې خلک ننداره کوي.

سرچينه وايي: ((د دغه اثر پښتو کول ځکه اړين و چې سي اى اې زموږ په هېواد کې خپلو خطرناکو پټو جګړو ته په نوې بڼه دوام ورکوي، زموږ ځوان کهول بايد د خپل راتلونکي په اړه د دوست او دښمن په پېژندلو کې هوښيار وي.))

زبير شفيقي د دغه کتاب په سريزه کې د سي اى اې په اړه بشپړ معلومات خپاره کړي او د دې ادارې بېلابېل اړخونه يې څېړلي دي.

هغه په سريزه کې زياته کړې، د نړۍ په کچه د امريکا څارګره اداره (سي اى اې) تر ټولو ادارو لويه، خطرناکه او د لوى ځواک لرونکې ده او د امريکا په نوې ستراتيژۍ کې د دې ادارې ارزښت تر پخوا هم زيات شوى دى.

شفيقي وايي، په ياد کتاب کې د ختيځې اروپا او بالټيک له جګړو څخه چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په ١٩٤٩ميلادي کال کې پيلېږي بيا د افغانستان تر پټو جګړو له (١٩٧٩ څخه تر ٢٠٠١) پورې په يوولسو فصلونو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغو جګړو تفصيل دى چې د امريکا د سي اى اې او د انګلستان د څارګرو ادارو له خوا شوي او په ميليونونو انسانان په کې وژل شوي دي.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.