ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عبدالله ډلی د سیاسي خبرو د پرېښودو خبرداری ورکړ

د عبدالله ډلی د سیاسي خبرو د پرېښودو خبرداری ورکړ

author avatar
1 Sep 2014 - 17:46
د عبدالله ډلی د سیاسي خبرو د پرېښودو خبرداری ورکړ
author avatar
1 Sep 2014 - 17:46

کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٣): د عبدالله عبدالله ټاکنيز ټيم ګواښ وکړ ، چې که تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو پورې د دوى معقولې غوښتنې ونه منل شي، نو د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو د سياسي خبرو اترو لړۍ به هم پرېږدي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيز ټيم له نظره، له سيال ټيم سره په ګډه د ملي يووالي حکومت رامنځته کول هغه مهال ممکن دي، چې د رايو د بياڅېړنې لړۍ په رڼه توګه مخ ته يوړل شي او د ټاکنو پايلې څرګندې شي.

د ياد ټيم يوه وياند فاضل سانچارکي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، که چېرې د ټاکنو لړۍ همدا ډول دوام ومومي او د ټاکنو پايلې اعلان شي، نو دوى ته به  د منلو وړ نه وي او مردودې  دي.

سانچارکي زياته کړه، چې دوى د رايو د بياشمېرنې له لړۍ او له سيال ټيم سره د ګډ حکومت له رامنځته کولو سره په صادقانه ډول يو ځاى شول، خو ليدل کېږي چې په سياسي او تخنيکي بهيرونو کې له دوى سره لوبه کېږي او له دې وروسته به ورته د منلو وړ نه وي.

نوموړي زياته کړه: ” د دې لپاره موږ تر سبا پورې دا مهلت ټاکو…که چېرې زموږ معقولو او منطقي غوښتنو ته چې د افغانستان د لوى ملت غوښتنه ده، لاسرسى ونه شي او هم د ريښتوني تفتيش لړۍ تر سره نه شي او موږ باور ونه کړو، چې دغه لړۍ د ټاکنو د روڼتيا په ټينګولو کې مرسته کوي او هم په سياسي پروسه کې مقابل لورى دغې پروسې ته په صادقانه ډول داخل نه شي نو موږ به دواړه لړۍ په مطلق ډول پرېږدو.”

 سانچارکي څرګنده کړه، چې داصلاحاتو او همپالنې ټيم په ټاکنو کې د شفافيت تامين، د خپلو پلويانو له  رايو څخه دفاع او د ملي يووالي حکومت جوړېدو ته له هغو کسانو سره ژمن دى، چې ” د افغانستان دخلکو رښتيني رايې ولري . موږ له هغو کسانو سره د ملي يووالي حکومت نه جوړوو ، چې د جعل کارۍ، تقلبي رايو او دروغو سره ميدان ته راغلي، دا د افغانستان د ملت له ارمان سره خيانت دى.”

 نوموړي وويل، چې که د ضرب الاجل تر بشپړېدو پورې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ځواب تر لاسه نه کړ” نو هغه مهال به جدي او قاطع تصميم ونيسي . هغه وخت به موږ د افغانستان له خلکو سره خبرې وکړو.”

 سانچارکي وايي، چې د اشرف غني احمدزي له ټيم سره له  څو دورې خبرو څخه وروسته دې پايلې ته رسېدلي، چې هغوى له اصلاحاتو او همپالنې ټيم او نړيوالې ټولنې سره ” لوبه ” کوي.

سانچارکي ادعا وکړه، چې ” متقلب مثلث ” په هېواد کې د نا امنيو او بيو له لوړېدو سره د عبدالله عبدالله په ټيم فشار راوړي، خو د هغه په خبره” د افغانستان ملت به هېڅکله د فشار تر اغېز لاندې رانه شي.”

که څه هم نوموړي ” متقلب مثلث ” مشخص نه کړ، خو عبدالله عبدالله تر دې وړاندې حکومتي چارواکي، د ټاکنو کمېسيون او د تحول او تدوام ټيم د احمدزى په ګټه په ټاکنيزه پروسه کې په پلان شوي پراخه تقلب تورن کړى، چې د هغوى له خوا دا خبره رد شوې ده.”

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم خپل تازه دريځ داسې مهال اعلانوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د رايو د بيا څېړنې بهير په خپل وروستي پړاو کې دى، ډېر ژر به پاى ته ورسېږي او وروستۍ پايله به يې اعلان شي.

 خو سانچارکي وايي، چې که د رايو د څېړنې بهير په روڼتيا سره مخته ولاړ نه شي، نو د تقلب پايله دوى ته د منلو وړ نه ده.

نوموړي زياته کړه:(( موږ دا ډول يو اعلان ردوو، د اعتبار وړ نه دى، د افغانستان  خلکو رايو ته بې احترامې ده ، موږ يې ردوو او د افغانستان خلک به د داسې يوه اعلان پر وړاندې ودرېږي.))

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د تېرې ورځې تر ماښام پورې د رايو١٩٧٥١ صندوقونه بيا څېړل شوي وو، چې د ټولو رايو څه باندې ٨٦ سلنه جوړوي.

د هغه په خبره، يواځې ٣٠٧٧ نور صندوقونه پاتې دي، چې دغه بهير به ورسره بشپړ شي.

د رايو د بيا څېړنې بهير د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو په نشتوالي کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې دوام لري.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.