ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ  ملي لوبډلې روزونکي استعفا وکړه

د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي استعفا وکړه

author avatar
1 Sep 2014 - 14:15
د کرکټ  ملي لوبډلې روزونکي استعفا وکړه
author avatar
1 Sep 2014 - 14:15

کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٣): د افغانستان د کرکټ  د ملي لوبډلې بهرنى روزونکى کبيرخان له خپلې دندې استعفا وکړه.

کبيرخان د خپلې استعفا اعلان د وږي په ١٠مه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد په شتون کې وکړ.

هغه زياته کړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوله، خو اوس د ځينو شخصي کارونو له امله دا دنده نه شي پر مخ وړلى.

کبير خان وويل: ((ما يوه کال مخکې د استعفا پرېکړه کړې وه، خو د افغان ملي لوبډلې د يو شمېر مهمو بهرنيو لوبو له امله دغه کار ونه شو.))

نوموړي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ستاينه وکړه چې په ډېر کم وخت کې يې زياتې لاسته راوړنې درلودې.

هغه وايې چې نړيوالو د افغانستان کرکټ پېژندلى او ملي لوبډلې په نړيواله کچه خپل دريځ او ځاى پيدا کړى دى.

کبيرخان وويل چې که په راتلونکي کې ده ته اړتيا وه، نو يو ځل بيا حاضر دى چې په کرکټ کې د افغانستان لپاره خدمتونه ترسره کړي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود وويل چې له تېرو څلور نيمو کلونو راهيسې کبيرخان له ملي لوبډلې سره د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه زياته کړه چې پخوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ډېرې لاسته راوړنې نه درلودې، خو د کبيرخان په راتګ سره ملي لوبډلې نړيوالو جامونو ته لارې پيدا کړې او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودې.

شهزاده مسعود وويل، هڅه کوي چې ژر تر ژره د کبيرخان ځاى ناستى وټاکي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکتر مراد هم د کبير خان د هلو ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې دوى هڅه کوي ژر تر ژره ملي لوبډلې ته يو روزونکى پيدا کړي.

هغه وويل چې د بيټينګ په برخه کې پخواني انګلستاني روزونکي انډري مولز او د اسټراليا له پيټر انډرس  سره يې خبرې کړې، څو د ملي لوبـډلې د نوي روزونکي په توګه وګومارل شي.

په پاى کې د افغانستان کرکټ بورډ له خوا کبير خان ته ستاينليک ورکړل شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.