ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې نهه ټنه نشه يې توکي وسوځول شول

فراه کې نهه ټنه نشه يې توکي وسوځول شول

author avatar
1 Sep 2014 - 16:28
فراه کې نهه ټنه نشه يې توکي وسوځول شول
author avatar
1 Sep 2014 - 16:28

فراه (پژواک ۹ وږی ۹۳): د افغانستان په لوېديځ فراه ولايت کې څه باندې نهه ټنه نشه يې توکي وسوځول شول.

دغه توکي نن (د وږي ١٠مه) د فراه د مرکز اړوند به کافر کلا سیمه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبازرې وزارت د مرستيال لوی پاسوال بازمحمد احمدي او ولایتي چارواکو په حضور کې وسوځول شول.

د فراه امنیه قوماندان مل پاسوال محمد رزاق یعقوبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو توکو کې ۳۴۱۵ کیلوګرامه هیرويین، ترياک، چرس، شيشه، کرستال او په نشه يي توکو کې کارېدونکي کيمياوي مواد او ۵۸۹۹ لېتره الکولي مشروبات شامل دي.

د هغه په وينا، دغه نشه يي توکي له تېر یونیم کال راهیسې له ١١٧ کسانو، له ۲۷ ډول ډول وسایطو، ۱۴ ميله وسلو او له ۱۰۰ ګرځنده ټيلېفونونو سره نيول شوي وو.

دى وايي چې په دې تړاو له نيول شوو کسانو ۲۵ يې په کابل کې د مسکراتو او نشه يي توکو پر ضد ځانګړې او پاتې نور د فراه استیناف څارنوالۍ ته معرفی شوي دي.

د فراه والي محمدعمر شېرزاد وویل، چې نشه يي توکي په فراه کې د نا امنۍ لامل شوي او وسله وال مخالفين له دې لارې تمويلېږي.

 شېرزاد وویل: ((فراه یو له هغو ولایتونو دی چې ډېر نشه يې توکي په کي کرل کېږي، نو ځکه خو نړیواله ټولنه او د افغانستان حکومت باید دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د نشه يي توکو د کښت د مخنيوي په موخه د دغه ولایت د بزګرانو لپاره د معیشت بدیل پرواګرامونه پیل کړي.))

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ٢١،٥ ټنه نشه يي توکي په هرات کې هم وسوځول شول.

ويل شوي چې په دغو توکو کې ٧ تنه ترياک، ١٢٣٩ کيلوګرامه چرس، ٣١٢ کيلوګرامه هيرويين، ٢٠٨٠ لېتره الکولي مشروبات او پاتې نور نشه يي توکي دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.