ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ايران سره پر پوله ٢٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

له ايران سره پر پوله ٢٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

author avatar
1 Sep 2014 - 17:17
له ايران سره پر پوله ٢٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي
author avatar
1 Sep 2014 - 17:17

زرنج (پژواک ١٠ وږى ٩٣): د نيمروز ولايت پوليسو د ايران له پولې سره په نږدې سيمه کې ٢٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي او ورسره په تړاو يې دوه کسان هم نيولي دي.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار رحمت الله ناصر پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه اندازه نشه يي توکي چې ١٨٠ کيلوګرامه هيرويين او ٢٠ کيلوګرامه ترياک دي، په کنګ ولسوالۍ کې له يوه کوره ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې پوليسو ايران ته د دغو نشه يي توکو د قاچاق په تور دوه کسان نيولي دي.

د کنګ ولسوال محمد جمعه علمي وويل چې په دغه ولسوالۍ کې هيڅ کوکنار نه کرل کېږي او دغه نشه يي توکي له فراه او هلمند ولايتونو څخه دلته راوړل کېږي او له هغه وروسته بيا ايران ته قاچاق کېږي.

علمي زياته کړه، چې ځينې کسان دې ولسوالۍ ته لومړى يو کيلوګرام نشه يي توکي د دوه- درى سوه افغانيو په بدل کې راوړي او له هغه وروسته د قاچاق وړونکو له لوري ايران ته وړل کېږي.

د نيمروز ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو، تېره مياشت هم ٧٦ کيلوګرامه نشه يي توکي له يادې سيمې کشف کړي و، او په اړوند يې يو کس نيولى و.

سيمه ييز چارواکي او خلک وايي، چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي د ايران او نيمروز ولايت تر منځ د خلاصو پولو له امله په ډېرې اسانۍ سره ايران ته نشه يي توکي لېږدوي.

د هغوى په وينا، په ياده سيمه کې محدود شمېر پوستې شتون لري او قاچاق وړونکي هم د نورو ولايتونو په پرتله نيمروز ولايت ته لومړيتوب ورکوي.

نيمروز له ايران سره ٢٣٠ کيلومټره او له پاکستان سره ١٨٥ کيلومټره ګډه پوله لري او سيمه ييز چارواکي وايي، دغه ولايت ته ډېرى وخت له هلمند، کندهار، فراه او هرات ولايتونو څخه نشه يي توکي له راوړل کېدو وروسته ايران ته قاچاق کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.