ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

مزار کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
1 Sep 2014 - 16:41
مزار کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
1 Sep 2014 - 16:41

مزارشريف (پژواک ١٠ وږى ٩٣): د بلخ ولايت په مزار  ښار کې د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او د يوه پوليس په ګډون درې تنه نور ټپيان دي.

 دغه چاودونه نن مازديګر څلور بجې، د بلخ دروازې ترڅنګ د حاجي ايوب په څلور لارې کې رامنځته شوې ده.

 د بلخ امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرازق قادري، د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي، چې د دوو تنو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

 هغه زياته کړه، چې يو يې د مزارشريف ښار د دويمې امنيتي حوزې پوليس دى، چې د ماين د له منځه وړلو په موخه دغې سيمې ته راغلى و.

 خو د مزار  ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر خواجه نورمحمد فيض وويل، چې له يادې پېښې څخه يو مړى او درې ټپيان راوړل شوي دي.

 ډاکټر فيض زياته کړه، چى وژل شوى کس او دوه ټپيان ملکيان او يو بل ټپي دولتي سرتېرى دى.

 يوه عيني شاهد حاجي اسماعيل وويل: ” چاودېدونکي توکي په بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي و، او دوه ساعته کېدل چې دلته ولاړ و، خو مالک يې نه و معلوم، خلک پرې شکمن شول او پوليسو ته يې خبر ورکړ.”

 

هغه زياته کړه، کله چې پوليس دغه کڅوړه له بايسکله پورته کوله نو په ورته مهال يې چاودنه وکړه.

 دغه چاودنه، د طاهري په نوم د يوه سوداګريز مارکېټ مخې ته رامنځته شوې، چې درې مياشتې وړاندې هم په کې ورته چاودنه   شوې وه، چې په ترڅ کې يې ١٦ ملکيان ټپيان شوي و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.