کندهار(پژواک ١٠ وږى ٩٣):ټاکل شوې وه چې نن ولسمشر کرزى کندهار ته سفر وکړي او دغلته د حضرت عمر فاروق جامع جومات(جامعه عمر) پرانيزي، خو هغه کندهار ته خپل سفر وځنډاوه.
کندهار ته د ولسمشر د راتلو په موخه له تېرې ورځې راهيسې کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو، ډېرې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې وې او ګڼ شمېردوکانونه او سوداګريز مارکېټونه هم بند وو.
تر اوږده انتظار وروسته چې خبريالانو د ولسمشر راتلو ته ويوست، د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په يوه خبري غونډه کې د ولسمشر د سفر د ځنډېدو په اړه وويل، چې ولسمشر د خپلې خاصې لېوالتيا په موخه غوښتل کندهار ته سفر وکړي او جامعه عمر په خپل لاس پرانيزي، خو د هغه سفر وځنډېد.
هغه زياته کړه: ((زه فکر کوم د پروګرام د ورځې په حساب يو څه سوء تفاهم پېښ شوى دى، موږ اوس هم منتظر يو چې ولسمشر په نږدې راتلونکي کې کندهار ته راشي او يا کوم بل څوک راولېږي او دغه لوى جومات پرانيزي.))
نوموړي له کندهار ښاريانو مننه وکړه چې له تېرې ورځې راهيسې د نيول شويو امنيتي تدابيرو له امله له ستونزو سره مخ شوي او په دې برخه کې يې زغم کړى دى.
هغه وويل همدا نن يې امنيتي ارګانونو ته امر کړى چې ټولې لارې بېرته د خلکو او ترافيکو پر مخ پرانيزي.
په کندهار ښار کې د حضرت عمر فاروق جامع جومات د رغولو چارې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به د خلکو پر مخ پرانيستل شي.
جامعه عمر چې اوس د حضرت عمر فاروق جامع جومات په نوم يادېږي، بنسټ يې ١٣ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايښودل شوى و، چې د هغوى تر پرځېدو وروسته يې کار په ټپه ودرېد.
د جامعه عمر د پروژې د لومړۍ برخې پر جوړولو شاوخوا ٣،٥ ميليونه ډالر لګښت راغلى ، چې د ولسمشر حامد کرزي، کندهار ښاروالۍ او د دغه ولايت د ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوي دي.
د حضرت عمر فاروق جومات درې برخې لري، چې يوه يې د مسجد، دويمه هغه يې د ديني زده کړو د دارالعلوم او درېيمه يې د سوداګريز مارکېټ، په دوه پوړه کې د يوه پارکينګ او تفريحي پارک ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن