ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې چاودنې پنځه کسان ټپيان کړي

کندوز کې چاودنې پنځه کسان ټپيان کړي

author avatar
1 Sep 2014 - 15:40
کندوز کې چاودنې پنځه کسان ټپيان کړي
author avatar
1 Sep 2014 - 15:40

کندوز (پژواک ٩ وږى ٩٣): د کندوز ښار په چوک کې د چسپکي ماين چاودنې له امله دوه پوليس او ٣ ملکي وګړي ټپيان شوي او همدرانګه د چهاردرې ولسوالۍ په عملياتو کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيتي چارواکو په وينا، دغه پېښه نن له غرمې وړاندې ١١ بجې او ٤٥ دقيقې د کندوز ښار د چوک په نمک فروشي کوڅه کې رامنځته شوې ده.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدير سمونوال ويس الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو چسپکي ماين د چهاردرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په رينجر موټر پسې نښلول شوى و، چاودنه وکړه.

تلاش زياته کړه، د ماين چاودنې په پايله کې دوه پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي او د پوليسو رينجر موټر هم په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.

په سيمه کې يوه عيني شاهد سيد هارون چې په ياده سيمه کې د مالګې دوکان لري پژواک ته وويل، په دې پېښه کې پنځه تنه ټپيان شوي، چې د امنيتي ځواکونو په مرسته روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه کوم چا او ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

بلخوا د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د چهاردرې ولسوالۍ د عملياتو په ترڅ کې د قاري نجيب الله په نوم د طالبانو يو قوماندان له خپلو دريو ملګرو سره وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

په کندوز کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا وياند جګړن غلام حضرت کريمي وويل، چې دغه نښته پرون په ياده سيمه کې د دولتي سرتېرو او مخالفينو تر منځ رامنځته شوې چې ګډو ځواکونو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

هغه زياته کړه چې د لغمانيانو، خلازيي او نهر صوفي کلي د طالبانو له شتون څخه په بشپړ ډول پاک شوي او د عملياتو په ترڅ کې درې کړۍ ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.