محمودراقي (پژواک ١١ وږى ٩٣): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون اوه وسله وال وژل شوي دي.
په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان خواجه د وږي په ١١مه پژواک خبري ژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د الماخېلو په سيمه کې پر يوه کور بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې وسله وال مخالفين په دغه کور کې راټول شوي وو، چې د هوايي بريد له امله يې د يوه قوماندان په ګډون اوه تنه وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دغه بريد کې اوه ملکي وګړي هم ټپي شوي خو قوماندان خواجه دا خبر ردوي.
د يو بل خبر له مخې، په لوګر ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت د مرکز اړوند د کلنګار په سيمه کې تېر ماښام دوو وسله والو په يوه دوکان کې په شخصي جامو کې ناست پر سيمه ييزو پوليسو ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
دى وايي چې د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن