ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: له ټاکنیزو ناندريو نور ستړي شوي يو

خلک: له ټاکنیزو ناندريو نور ستړي شوي يو

author avatar
2 Sep 2014 - 13:17
خلک: له ټاکنیزو ناندريو نور ستړي شوي يو
author avatar
2 Sep 2014 - 13:17

فراه (پژواک ١١ وږی ۹۳): د فراه ځيني اوسېدونکي د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو پر ځنډېدو سختې نيوکې کوي او وايي چې دغه کار د ټاکنو پر پروسې بې باوره کړي او نور نو د ټاکنيزو ناندريو له اورېدو هم ستړي شوي دي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې، خو د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې او بيا د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د دويم پړاو ټاکنو لومړنۍ پايلې ونه منلې.

وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړيتوب دواړه نوماندان (اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله) د ټولو رايو پر تفتيش او د “ملي وحدت” حکومت پر جوړېدو سره سلا شول، خو د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د څه باندې ٧٠ سلنه رايو تر تفتيش وروسته بيا پر دې پروسه نيوکې وکړې او وايي چې که يو لړغوښتنې يې ونه منل شي، خلکو ته مراجعه کوي.

په فراه ولایت کې د مدني ټولنو شبکې مسوول جاوېد تابش د دې پروسې پر غځېدو نيوکه کوي او وايي چې د ټاکنو غځېدل ډېرې منفي پایلې لري او افغانستان يې له امنیتي، اقتصادي او سیاسي بحران سره مخ کړی دی.

د ده په اند، د ټاکنو بهير ځکه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لاسه ووت؛ چې دغه کمېسيون ونه شو کړاى د ټاکنو په اړه خپل رول ولوبوي.

هغه زياتوي: “د ملي وحدت حکومت جوړېدل هم د اندېښنې وړ دي؛ ځکه دا په دې معنا ده چې د خلکو رایو ته هېڅ ارزښت ورنه کړل شو، بلکې نوماندان په خپل منځ کې جوړجاری کوي، خو دوی هم بریالي نه شول چې سره جوړ شي.”

د تابش په وينا، نور نو د افغانستان خلک د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون او نوماندانو بې باوره شوي او دې پروسې دومره ستړي کړي چې نور نو په دې اړه د خبرونو د اورېدو حوصله هم نه لري.

هغه زیاتوي: “دا ځکه چې د رایو د بیا شمېرلو بهیر یو ورځ پیل شي او بیا بند شي او یا د یو لوري له خوا تحریم کېږي…په مجموع کې ټول دا خبرونه د خلکو لپاره تکراري او بالکل ستړي کوونکي دي.”

دغه راز کله مو چې د فراه د ښار له یوه هټۍ وال ٤٦ کلن نیازمحمد څخه د ټاکنو په اړه وپوښتل، په خندا يې وویل: “تاسو باور وکړئ کله چې زه د دې ريشخندۍ (ټاکنو) نوم اورم، زړه مې تنګېږي.”

هغه وايي، په تېره يوه لسيزه کې په دې باور و، چې ټاکنې د حکومت جوړونې ښه لاره ده او له دې لارې کېداى شي په هېواد کې ارامي او سوکالي راشي.

خو نيازمحمد زياته کړه: “په تاسف سره چې د خلکو رایو، هیلو او ارزوګانو ته هېڅ ارزښت ورنه کړل شو، دا دى له ټاکنو شاوخوا شپږ میاشتې تېریږې خو تر اوسه نوی ولسمشر لا نه دی معلوم.”

د فراه دغه اوسېدونکى وايي: “نوماندان لکه ماشومان یوه ورځ وايي منم يې، بله ورځ بیا وايي چې نه يې منم او نوې غوښتنې کوي؛ له دې نه دي خبر چې بېچاره ولس په څه حالت کې ژوند کوي.”

په فراه کې د غرجستان د لوړو زده کړو د خصوصي موسسې مرستیال ډاکتر عبدالغفور نوري هم د ټاکنو بهیر غځېدو سخت خفه کړى او په دې اند دى چې په ټاکنيزو جنجالونو کې ځيني بهرني هېوادونه لاس لري.

دى په دې اړه د کوم هېواد نوم نه اخلي او زياتوي: “دا چې د ټاکنو پایلې پر خپل وخت اعلان نه شوې، ډېرې ناوړې پایلې يې درلودې او په سیاسي لحاظ په نړیواله کچه د افغانستان اعتبار له منځه ولاړ.”

نوري دا د افغانستان لپاره شرم ګڼي چې د ولسمشرۍ نوماندان احمدزى او عبدالله په خپلو کې سره جوړ نه شول او د امريکا د بهرينو چارو وزير په منځګړيتوب يې د ملي وحت حکومت پر جوړېدو هوکړه وکړه خو پر دې هوکړه هم سره ونه درېدل.

ډاکتر نوري وايي: “اوس نو خلک پر کاندیدانو بې باوره شوي او د ټاکنو په اړه هر څه اورېدل او لیدل ورته ډېر ستړي کوونکي دي.”

د فراه د ولایتي شورا غړې شهلا ابوبکر هم په دې اند ده چې د افغانستان ټاکنې د بهرنیو لاسوهنو له امله له بن بست سره مخ شوې دي، خو دا هم په دې اړه د کوم هېواد نوم نه اخلي.

هغې زیاته کړه: “نور نو افغانان له ټاکنيزو ناندريو ستړي شوي دي، ولس هم د کمېسیون پر پرېکړو بې باوره دی او هم د نوماندانو پر خبرو.”

شهلا وایي، چې که نوماندان په رښتيا افغانانو ته د چوپړ هوډ لري، نو بايد د ټاکنو پايلې ومني او د خلکو رايو ته درناوى وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.