ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ ټاکنو څه کم ١٣٠٠٠ نورې رايې هم باطلې شوې

author avatar
2 Sep 2014 - 19:19
author avatar
2 Sep 2014 - 19:19

کابل (پژواک ١١ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کميسيون، د رايې ورکونې د ٢زره محلونو له ډلې پنځوس نور محلونه باطل اعلان کړل او د ١٤٢٠ محلونو رايې يې د بياشمېرنې او څېړنې وړ بللې دي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر محمد يوسف نورستاني، د وږي په يوولسمه، يوه خبري ناسته کې وويل، چې د يادو پنځوسو صندوقونو رايې ټولټال، ١٢٦٥١ رايې کېږي.

له دې وړاندې په نورو څلورو ډاګيزو ناستو کې، د رايې ورکونې د ١٣٨٣٨ صندوقونو په اړه وروستۍ پرېکړه شوې، چې له ډلې يې د ٤٥٢ صندوقونو رايې باطلې اعلان شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، تر اوسه پورې د رايو د راټولونې په مرکز کې ١٨١٨٩ چک ليستونه او د پايلو جدولونه سيسټم ته داخل کړل شوي، چې له دې ډلې يې ١٦٩٩٢ جدولونه د وروستۍ پرېکړې لپاره چمتو دي.

د دغه کميسيون له لوري د نننيو وروستيو وړاندې شويو معلوماتو له مخې، تر پرون ماښام پورې د رايې ورکونې ٢٠٥٠١ صندوقونه، چې د رايې ورکونې د ټولو صندوقونو ٩٠ سلنه جوړوي، تفتيش او بياڅېړل شوي دي.

د ولسمشرۍ لومړۍ پړاو ټاکنې د روان کال د وري مياشتې په ١٦ مه او دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤ مه تر سره شوې، خو د ټاکنيزو ټيمونو تر منځ د اختلاف او په ټاکنو کې د پراخو درغليو د تر سره کولو د ادعاو له امله ياده لړۍ له ناندريو سره مخ شوه.

دغه ناندرۍ بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزير او ملګرو ملتونو سازمان د منځګړيتوب له امله له منځه ولاړې او دواړو ټيمونو د ټولو رايو په بياشمېرنې او د ملي يووالي د حکومت په رامنځته کولو هوکړه وکړه.

اوسمهال د ټولو رايو تفتيش، د ملي او نړيوالو مشاهدينو او څارونکو له لوري تر سره کېږي او همدارنګه د دواړو سيالو ټيمونو تر منځ د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه له يو بل سره خبرې اترې کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.