ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وېلز غونډې ته د طالبانو پيغام: افغانان بايد خپل برخليک په خپله وټاکي

د وېلز غونډې ته د طالبانو پيغام: افغانان بايد خپل برخليک په خپله وټاکي

author avatar
2 Sep 2014 - 19:43
د وېلز غونډې ته د طالبانو پيغام: افغانان بايد خپل برخليک په خپله وټاکي
author avatar
2 Sep 2014 - 19:43

کابل (پژواک ١١ وږى ٩٣): وسله وال طالبان، د برېتانيا په وېلز کې د ناټو له غونډې غواړي، چې نور افغان ولس پرېښودل شي، ترڅو له هر ډول زور او فشار پرته خپل برخليک په خپله وټاکي.

د وېلز په غونډه کې چې ټاکل شوې د وږي په ١٣مه او ١٤مه ترسره شي، د شپېتو هېوادونو مشران برخه اخلي او د نورو مسايلو تر څنګ، له افغانستان سره د نړيوالو د مرستو په دوام هم خبرې کوي.

وسله والو طالبانو په دې اړه اعلاميه خپره کړې ده.

په اعلاميه کې د افغانستان پر خپلواکۍ ټينګار شوى او په کې راغلي، غواړي دې ته د دې غونډې د ګډونوالو پام را واړوي، چې خپلواکي د افغان ولس حق دى، زور هېڅکله د ستونزو د حل لار نه ده او د ستونزو د هواري يواځينی دايمي او معقول حل په انصاف، عدالت او مظلومانو ته د هغوی د حقونو په ور کولو کې دی.

طالبانو ويلي، په دې باور دي چې افغان ولس يواځې د يوه خپلواک، اسلامي او له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تبعيض پرته افغان شموله نظام تر سيوري لاندې سره را ټولېدی شي او دا هغه هدف او ارمان دی، چې افغان ولس يې د تر لاسه کولو لپاره په ميليونونو قربانۍ ور کړې دي.

طالبان ډاډ ورکوي، چې نه د چا په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او نه په خپلو داخلي چارو کې د نورو لاسوهنه زغملی شي؛ نه د بل لپاره د ضرر رسولو پاليسي لري، نه د بل د ضرر تحمل کولی شي او نه به چا ته اجازه ور کړي، چې د افغانستان خاوره د چا په ضد استعمال کړي.

 په اعلاميه کې راغلي، بهرنيانو ټولټاکنې په افغانستان کې د خپل ١٣ کلن شتون لويه لاسته راوړنه بلله او په پام کې وه، چې نوى ولسمشر د وېلز په غونډه کې برخه واخلي، خو دغه ټاکنې “د تاريخ شرم وګرځېدې” او پايلې يې د بهرنيانو د هيلو پر خلاف وې. 

 طالبانو يادو ټکو ته په پام، د وېلز غونډې پر ګډونوالو غږ کړى، چې د ځمکنيو حقايقو او واقعيتونو په رڼا کې، داسې معقولې پرېکړې وکړي، چې له يوې خوا د افغان ولس خپلواکي تضمين کړي او له بلې خوا د دغه ولس د کړولو، وژلو، زنداني کولو او شړلو لړۍ پاى ته ورسوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.