ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د پوهنې برخې ته پاملرنه نه کېږي

د پکتيکا د پوهنې برخې ته پاملرنه نه کېږي

author avatar
2 Sep 2014 - 16:44
د پکتيکا د پوهنې برخې ته پاملرنه نه کېږي
author avatar
2 Sep 2014 - 16:44

ښرنه (پژواک ١١ وږى ٩٣): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکو د پوهنې پر وزارت نيوکه وکړه چې ګواکې په دغه ولايت کې يې د پوهنيز سکتور  ودې ته جدي پاملرنه نه ده کړې.

د پکتيکا قومي مشرانو، ځوانانو او وکيلانو دا نيوکې د وږي په ١١مه په مرکز ښرنه کې د پوهنې وزارت له چارواکو سره په ګډه غونډه کې وکړې.

د ولسي جرګې غړي عبدالقدير خروټي د پوهنې وزارت تورن کړ چې دغه ولايت ته يې له نورو ولايتونو سره هم انډوله  پاملرنه، نه ده کړې.

خروټي د پوهنې وزارت د مسلکي زده کړو مرستيال اصف ننګ ته په اشارې سره وويل: ((ستا مسووليت ټول افغانستان دى؛ خو دا چې ته د پکتيکا اوسېدونکى يې او دلته دې خاپوړې کړې نو تا خو بايد ډېره پاملرنه ورته کړې واى.))

د پکتيکا د ځوانانو په استازيتوب خورشيد امان کټوازي غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې  معارف له  مافيايي کړيو وژغوري او ښوونځي په منظمه توګه فعال وساتي.

هغه زياتوي چې په ګڼ شمېر سيمو کې ښوونځي تدريسي امکانات او ښوونکي نه لري او دا د دې لامل دى چې ډېر شمېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شي.

امان وويل: ((لومړۍ غوښتنه مې دا ده چې معارف د مافيا له کړيو وژغورئ، موږ په درېيو ولسواليو کې يوه لېسه لرو، تاسو خو هلته پلاوى ولېږئ، چې هلته ښوونکي شته او کنه؟))

خو د دغه ولايت د پوهنې رييس کوچي ځاځي بيا له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې رامنځته شوي پرمختګونه د ستاينې وړ وبلل.

هغه وويل چې اوس په پکتيکا کې د ښوونځيو او زده کوونکو شمېر ډېر شوى او تر ډېره يې درسي  توکي ورته برابر کړي دي.

بلخوا د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال محمداصف ننګ وايي چې د پکتيکا د ښوونځيو وضعيت ته په کتو سره غواړي، په دغه ولايت کې پوهنې ته وده ورکړي.

د ده په خبره، په سوداګرۍ، حسابدارۍ، ځنګلونو او دغه راز د کانونو د استخراج لپاره هم ځيني پروګرامونه په پام کې لري خو په دې تړاو يې ډېر څه ونه ويل.

پکتيکا دا مهال پر څه باندې  درې سوه ښوونځيو سربېره په مرکز ښرنه کې د ښوونې او روزنې پوهنتون، د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ، د کرنې  انسټيټيوټ او مسلکي لېسه، دارالمعلمين او يو دارالعلوم لري.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.