ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له راتلونکي ولسمشره د بلخ د خلکو غوښتنې

له راتلونکي ولسمشره د بلخ د خلکو غوښتنې

author avatar
2 Sep 2014 - 11:36
له راتلونکي ولسمشره د بلخ د خلکو غوښتنې
author avatar
2 Sep 2014 - 11:36

مزارشريف (پژواک ١١ وږى ٩٣): د بلخ ولايت اوسېدونکي له راتلونکي ولسمشره تر ټولو مخکې د ښې حکومتدارۍ غوښتنه کوي.

همدارنګه د وسله والو په نوم د ډلو ټپلو اېل کول، د اداري فساد له منځه وړل، له ښارونو لرې پرتو سيمو ته د پرمختګ لړۍ اوږدول او په اساسي توګه د کرنې او معارف وده د دغه ولايت د اوسېدونکو اساسي غوښتنې دي.

د دغه ولايت اوسېدونکي هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د ټاکنو اړوند روانو سياسي ناندريو خورا ستړي کړي خو تمه لري چې په نږدې موده کې به دغه ناندرۍ پای مومي او افغانستان به د نوي ولسمشر خاوند شي، چې د دوی غوښتونو ته به ځواب وايي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي له راتلونکي ولسمشره په لومړي سر کې د ولايتونو په کچه د ښې حکومتدارۍ غوښتنه کوي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکی او د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو محصل محمد عزيز پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې کې شک نشته چې په بلخ کې په تېرو دوولسو کلونو کې خورا مثبت بدلون راغلی خو لا هم په دغه ولايت کې حکومتداري په سمه توګه نه ده پلې شوې.

نوموړي زياته کړه: ((د بلخ اوسېدونکي تر يو ډول رواني فشار لاندې دي؛ ممکن ډېری عادي خلک له دغه فشار سره عادي شوي وي خو له دې سترګې نه شي پټېدای، چې په دغه ولايت کې روانه حکومتداري د دولتي اصولو تر څنګ د يوې ځانګړې ډلې په اشاره پر مخ ځي.))

د هغه په وينا، له ټولو ښه بېلګه يې د دغه ولايت د ډېری دولتي چارواکو اوږدمهالې دندې دي، چې له تېرو ديارلس کلونو په يو پوست کې پاتې شوې دي.

محمدعزيز وويل چې نوی ولسمشر بايد د ولايتونو په کچه د حکومتدارۍ په روان سيستم کې ژور بدلون راولي.

د بلخ ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکي ۵۳ کلن محمدعلي پژواک ته وويل، تر کومې چې نوی ولسمشر د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل نه کړي نو چارې به يې نيمګړې وي.

نوموړي زياته کړه: ((زه يوازې د وړو ادارو په کچه د اداري فساد يادونه کوم، هغه فسادونه چې په لوړه کچه روان دي، د هغو په اړه موږ يوازې اورېدلي خو زه له هغه درده ژاړم چې هره ورځ ورسره موږ د بلخ په ځينو دولتي ادارو کې مخ يو.))

د هغه په وينا، که د ځمکې قباله تېروو، که د کومې لانجې له امله کومې امنيتي حوزې ته ورځو نو پرته له رشوته مو کار پر مخ نه ځي.

محمدعلي وويل، که چېرې ولسمشر غواړي چې د عام ولس زړونه ترلاسه کړي نو دې وړو وړو ستونزو ته دې هم پام وکړي چې د وخت په تېرېدو غټېږي او ستر مشکلات جوړوي.

که څه هم د بلخ اوسېدونکي په دغه ولايت کې د نسبي امنيت د شتون پخلی کوي خو له نوي ولسمشره غوښتنه لري چې د طالب په نامه د شته ډلو ټپلو مخنيوی وکړي.

د چمتال ولسوالۍ د نوښار کلي اوسېدونکي حاجي ميرګل پژواک ته وويل چې په تېرو ديارلس کلونو کې د سيمه ييزو زورواکو له شره خلاص نه شول.

نوموړي زياته کړه: ((موږ يې وينو کله طالبان شي، کله سم سړي وي او کله بيا د دې منطقې له پخوانيو قوماندانانو سره ګرځي، همدا نامعلوم وسله والو مو ځوروي، لانجې راته ګوري، غلې دانې رانه اخلي، مالونه رانه اخلي، بس ژوند يې راته سور اور ګرځولی دی.))

د هغه په وينا، نوی ولسمشر بايد د ولايتونو په کچه د ولسي معلوماتو له مخې د هېواد د امنيت ساتنې په روانه چاره باندې له سره غور وکړي.

د شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي که څه هم په بلخ ولايت کې د بيارغونې او پرمختګ له روانې لړۍ خوښ دي خو وايي چې په دغه ولايت کې دغه لړۍ يوازې د مزار تر ښاره رالنډه ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر محمدطاهر پژواک ته وويل چې د بلخ ولايت پر همدومره پرمختګ سربېره لا هم د دوی ولسوالۍ د خامه لارې له امله له ښاره خورا لرې د امو سيند پر غاړه پرته پاتې ده.

نوموړي زياته کړه، د دوى لومړۍ اړتيا دا ده چې د امو سيند په اوږدو کې استحکامي چارې ترسره شي، چې سيمې ترې په امان شي.

د هغه په وينا، هر کال د دې ولسوالۍ لسګونه جريبه ځمکه د امو سيند لاندې کوي چې له امله يې د خلکو عادي ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

محمدطاهر وويل، که چېرې له ښارونو د بيارغونې روانه لړۍ لرې پرتو سيمو ته ونه غځول شي نو لرې نه ده چې د دولت او خلکو تر منځ واټن لا پسې زيات شي.

خو د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی او کروندګر محمداغا بيا له نوي ولسمشره د شته کرنيزو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې دی ۶۰جريبه اوبيزه ځمکه لري خو د اوبو د کمښت له امله يې هر کال نيمه کري او نيمه ترې پاتې کېږي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې روان سيند د دوی د ځمکو د خړوبولو وس نه لري؛ همدا ده، چې په ډېری سيمو کې اوبئ ځمکې په پوره توګه نه کرل کېږي.

محمداغا وويل چې په دغه ولايت کې د سلګونه زره جريبه للمي ځمکو تر څنګ لسګونه زره جريبه اوبيزې ځمکې هم شته، چې هر کال کروندګر د باران په تمه وي، چې په سمه توګه يې وکري.

نوموړي زياته کړه، که چېرې د بلخ ولايت د کرنيزو اوبو ستونزه حل شي نو لرې نه ده چې د دغه ولايت حاصلات څو برابره زيات شي.

د دولت اباد ولسوالۍ بسم الله چې دمګړۍ په مزارشريف ښار کې دولتي دنده لري، پژواک ته وويل، چې راتلونکی ولسمشر بايد په لرې پرتو سيمو کې د معارف ودې ته زياته پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې د معارف وده يوازې تر مزارشريف ښار پورې رالنډه ده، په ولسواليو کې لا هم د معارف په برخه کې د کتابونو او استادانو کمښت له سترو ستونزو څخه دي.

د هغه په وينا، د همدغو ستونزو له امله د کلو ډېری ځوانان بې تعليمه پاتې کېږي چې له امله يې په هېواد کې د بې روزګارو په شمېر کې زياتوالی راځي او ډېری وخت له همدغو ځوانانو بېلابېلې خواوې د سيمې په ناامنه کولو کې کار اخلي.

د مزارشريف اوسېدونکې او د ښځو د حقوقو فعالې مېرمن زهرا پژواک ته وويل، چې په بلخ ولايت کې سربېره پر دې چې د ښځو او ماشومانو د حقوقو په برخه کې خورا کار شوی خو لا هم دغه دواړه اړخونه له ستونزو سره مخ دي.

نوموړې زياته کړه چې لا هم په دغه ولايت کې ځيني وخت ښځې او ماشومان د جنسي تېري ښکار کېږي، د نجونو زده کړه عامه شوې نه ده او لا هم نجونې په زور ودېږي.

د هغه په وينا، راتلونکی ولسمشر بايد د ښځو د حقوقو په برخه کې له سره پر نوې ستراتيژي کار وکړي چې په ټول هېواد کې د دې ستونزې د حل لپاره ګټورې لارې په ګوته او عملي يې کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.