ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د حضرت عمر فاروق جامع جومات پرانيستل شو

په کندهار کې د حضرت عمر فاروق جامع جومات پرانيستل شو

author avatar
2 Sep 2014 - 15:18
په کندهار کې د حضرت عمر فاروق جامع جومات پرانيستل شو
author avatar
2 Sep 2014 - 15:18

کندهار (پژواک ١١ وږى ٩٣): په کندهار ښار کې د حضرت عمر فاروق جامع جومات (جامعه عمر) د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

ټاکل شوې وه دغه لوى جومات تېره ورځ په خپله د ولسمشر کرزي له خوا پرانيستل شي، خو په داسې حال کې چې د هغه راتلو ته پوره دوې ورځې کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو، کندهار ولايت ته د هغه سفر وځنډېد او دغه جومات نن (د وږي ١١مه) پرانيستل شو.

د پرانيستې مراسمو ته له کابله د ولسمشر سلاکار مولوي نعمت الله شهراني د علماوو شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف د ارشاد حج او اوقافو وزير محمديوسف نيازي، د سرحدونو او قبايلو چارو وزير اکرم خپلواک او د ښاري پراختيا وزير راغلي وو.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د دغه لوى جومات د جوړېدو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل او ويې ويل دغه پروژه د جومات تر څنګ دوې نورې برخې د ديني زده کړو دارالعلوم او د مارکېټ برخې لري، چې اوسمهال يې يوازې د جومات کار بشپړ او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانيستل شو.

هغه زياته کړه، دغه جومات په درې پوړه کې د ٤ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوى چې پر يوه وخت په کې ١٤ زره کسان لمونځ کولاى شي.

ويسا وويل، اوسمهال حکومت د انتقال په حالت کې دى او هغوى له بوديجوي ستونزو سره مخ دي، خو ډېر ژر به د پروژې پر پاتې دوو نورو برخو هم کار پيل شي.

د ده په خبره، پر دې پروژې  ١٨ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې د جومات لپاره پيسې په خپله د ولسمشر کرزي، کندهار ښاروالۍ او د دغه ولايت د ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوي دي.

د ولسمشر سلاکار مولوي نعمت الله شهراني د دغه جومات د جوړېدو مبارکي ولسمشر کرزي، هېوادوالو او د کندهار اوسېدونکو ته وويله او زياته يې کړه، چې په تاريخي لحاظ کندهار ته اشرف البلاد ويل کېږي او په همدې بنسټ په دغسې يوه ښار کې د دغسې بې جوړې جومات شتون ارزښتمن ګام دى.

د افغانستان د علماوو شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف هم دغه جومات د هېواد په کچه لوى جومات ياد کړ او ويې ويل چې دا به د کندهار تاريخي ښار ته نوره ښکلا هم وبخښي.

هغه هيله وښودله چې د حضرت عمر فاروق جومات به د خلکو تر منځ د توحيد او يووالي مرکز وګرځي او په دې توګه به سولې او ثبات ته لاره هواره شي.

د ارشاد حج او اوقاف وزير محمد يوسف نيازي وويل چې د جومات تر جوړېدو وروسته اوس مهمه دا ده چې له دغه جومات څخه څنګه ښه ګټه پورته شي.

هغه وويل: ((د دغه جومات د بنسټ ډبره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايښودل شوې، يو راځي د بنسټ ډبره يې ږدي او بل راځي کار يې بشپړوي، خو حيرانتيا ځاى دا دى چې بيا هم د دې دواړو تر منځ اختلاف هغه حد ته رسېږي چې يو د بل وينې تويول مباح ګڼي.))

هغه غوښتنه وکړه چې له دې جومات څخه دې په ټول هېواد کې د سولې، امن او ثبات لپاره يو حرکت پيل شي.

د کندهار ولايت اوسېدونکي هم د دغه لوى جومات په جوړېدو خوشحاله دي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې د جومات سرپرستي وکړي، غوره ديني عالم يې د امام په توګه وټاکي او دغلته دې د داسې ديني زده کړو بنسټ کښېږدي چې د هېواد په خير تمام شي.

جامعه عمر چې اوس ورته د حضرت عمر فاروق جامع جومات په نوم يادېږي، بنسټ يې ١٣ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايښودل شوى و، چې د هغوى تر پرځېدو وروسته يې کار په ټپه ودرېد.

د دويم ځل لپاره د دغو جومات د جوړولو چارې د ١٣٨٩ کال د غويي په ٢٨ مه پيل شوې، ولې دا ځل يې هم کار د ځينو تخنيکي ستونزو له امله له ځنډ سره مخ شو.

د درېيم ځل لپاره د حضرت عمر فاروق(رض) په نوم د دغه لوى جامع جومات د جوړولو چارې يو کال وړاندې د کندهار ښاروالۍ له لورې بيا پيل شوې، چې اوس هم روانې دي.

د هېواد د ښاري پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې، د حضرت عمر فاروق جامع په درې جريبه ځمکه کې د ٣ پوړو په لرلو سره د ١٨ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښټ جوړېږي، چې د کندهار ښاروالۍ، کندهار مېشتو سوداګرو، او د حکومت له ځانګړې بوديجې ورکول کېږي.

د جومات يوه برخه د نارينه لمونځ کوونکيو لپاره او بله برخه به يې د ښځينه لمونځ کوونکيو لپاره ځانګړې وي او دغه مسجد به په ډېر پرمختللي او عصري سيسټم جوړېږي، ١٥٠ عصري تشنابونه به لري، ٤ دنګې منارې او هره مناره به د ليفټ سيسټم لري، ګومبزه به يې له مسو جوړه وي، دېوالونه او فرش به يې په مرمرو پوښلي وي، په انټرنيټ او مډرنو وسايلو به سمبال وي.

د يادونې ده چې د حضرت عمر فاروق جومات (جامعه عمر) اوس په هغه سيمه کې ودان دى، چې کلونه مخکې په کې د کندهار يواځينۍ سينما ودانه وه، چې د روسانو د يرغل پر مهال د مجاهدينو له خوا وسوځول شوه او تر ډېرې مودې يې تعمير همداسې ړنګ او سوځېدلى پاتې و.

د طالبانو له راتګ سره سم د نوموړې سينما پر ځمکه د يوې لويې جامع او مدرسې کار پيل شو، چې د عمر جامع په نوم ونومول شوه.

هغه مهال د جامع د رغونې کار يوې پاکستانۍ خيريه ادارې الرشيد ټرسټ پر غاړه واخيست او ويل کېدل، چې په ټول هېواد کې به يوه وتلې او ستره جامعه (دار العلوم) وي.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.