کابل(پژواک، ١٢ وږى ٩٣): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د واکسين د نړيوالې ټولنې (GAVI)، د ٢٠٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د کابل په جمهوريت روغتون کې د ګرځنده ټېلېفون له لارې د روغتيايي معلوماتو د ورکولو مرکز جوړ کړ.
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر عبدالبصير سرور نن ددغه مرکز د پرانېستې مراسمو ته وويل:(( د سلام، اتصالات، افغان بيسيم او روشن مخابراتي کمپنيو له لارې به د (١٦٦) شارټ کوډ سره د وړيا اړيکې له لارې له معلوماتي مرکز سره وصل شى.))
د هغه په خبره، ډېر ژر به د ام ټي ان شبکه هم په دغه پروګرام کې شامله شي.
هغه وويل، چې ددغه مرکز له لارې خلک د مرکز له سلاکارانو څخه د واکسين د اهميت، له پلي کولو وروسته د رامنځته کېدونکي غبرګون، د شيدې ورکولو اهميت، د نوي زېږېدلي ماشوم لپاره د ډاډمنو خوړو، له زېږون وړاندې او وروسته روغتيايي مراقبت، د ايوډين لرونکې مالګې اهميت ، په ماشومانو کې د ويټامينونو کمښت او د لمر وړانګو د ګټو په اړه مفصل معلومات تر لاسه کولى شي.
د سرور په خبره، دغه مرکز هره ورځ د ٣٥٠ ورځينو اړيکو په درلودلو سره د سهار له اتو د مازديګر تر پنځو بجو پورې فعاليت لري او د درېيو ښځو په ګډون شپږ ډاکټران د ټېلېفون له لارې خلکو ته معلومات وړاندې کوي.
هغه زياته کړه، چې په تېرو ١٢ کلونو کې په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې غوره پرمختګونه شوي ، خو لا هم په دې برخه کې ستونزې ليدل کېږي.
نوموړي وويل:(( ددغو ستونزو لوى لامل روغتيايي خدماتو ته نه لاس رسى نه ، بلکې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې ټيټ والى دى.))
نوموړي د خلکو د عامه پوهاوي د کچې په لوړېدو کې ددغه مرکز رامنځته کېدل موثر وبلل او ويې ويل، چې د عامې روغتيا وزارت په پام کې لري، چې ددغه مرکز خدمتونه د کمي او کيفي له اړخه هم پراختيا ورکړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن