ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځه په صدف کې مرغلره شعري ټولګه چاپ شوه

ښځه په صدف کې مرغلره شعري ټولګه چاپ شوه

author avatar
3 Sep 2014 - 16:47
ښځه په صدف کې مرغلره شعري ټولګه چاپ شوه
author avatar
3 Sep 2014 - 16:47

کابل (پژواک ١٢وږى ٩٣): د شاعرې او ليکوالې جميلې مجاهد د ((ښځه په صدف کې مرغلره)) په نوم د شعرونو کتاب چاپ شو.

پر دې ټولګې چې ٧٣ مخونه لري، ليکولانو او شاعرانو هر يوه عبدالغفور لېوال او پيرمحمد کاروان سريزې ليکلې دي.

د مجاهد په دې شعري ټولګه کې د پښتو شعرونو ترڅنګ د هغو اينګليسي ژباړه هم راغلې ده. غفور لېوال د جملې مجاهد په اړه ويلي، چې د افغانو ښځو غږ وچتونکې ده او وايي چې هغې د خپل قلم د څوکې د فعاله ساتلو تر څنګ په خپلو ليکنو کې د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره مبارزه کړې او د قلم په وسيله يې د شعر، ادبي طرحو او ليکنو له لارې دغو ناخوالو ته انعکاس ورکړى دى.

لېوال زياته کړې چې مېرمن مجاهد په دغو نظمونو او شعري طرحو کې د خپلو عواطفو او احساساتو مظاهر خوندي کړي او د خپلو افکارو څېره يې په کې ځلولې ده.

کاروان بيا په دې اړه وايي، چې مجاهد د دې ټولګې په لفظونو کې خپلې اوښکې او دردونه ځاى پر ځاى کړي او نظمونه يې تر ډېره بريده په ازادو قالبونو کې راغلي دي.

دى زياتوي چې مېرمن مجاهد په دې ټولګه کې هڅه کړې چې نور نو د دغه وطن ميندې او لوڼې په بد حالت کې ونه ويني او لويه هيله يې دا ده چې نور د دغه هېواد ښځينه په ډاډ او سوکالۍ سره ژوند وکړي.

جمله مجاهد دا ټولګه په تېرو کلونو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي پر ضد د قلمي مبارزې بله لاسته راوړنه بولي او وايي چې د ټولنې ارزښتونو او مناسبو دودونو ته يې درناوى کړى خو د غلطو او ظالمانه رواجونو د زنګ وهلو زنځيرونو ماتولو ته يې ملا تړلې ده.

نوموړې وايي چې دغه کتاب يې د ټولنې غوږونو ته د ښځې فرياد او اواز رسوي او په انګليسي ژبه يې ځکه ژباړلى چې نړيوال هم له دغو نادودو خبر وي.

مجاهد ياده ټولګه خپلې کورنۍ او د ټولنې کړېدلو خويندو او ميندو ته ډالۍ کړې ده.

د يادونې ده، د جميلې مجاهد له دې مخکې درې نور کتابونه هم چاپ شوي او يو بل يې چاپ ته لار څاري.

Visits: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.