ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډلې ته نوى روزونکى وټاکل شو

د کرکټ ملي لوبډلې ته نوى روزونکى وټاکل شو

author avatar
4 Sep 2014 - 15:15
د کرکټ ملي لوبډلې ته نوى روزونکى وټاکل شو
author avatar
4 Sep 2014 - 15:15

کابل (پژواک ١٣ وږى ٩٣): انګلستانى روزونکى اندري مولز نن د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه دنده پيل کړه .

اندري مولز وروسته له هغه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې د نوي روزونکي په توګه وګومارل شو ، چې د افغانستان د کرکټ پخواني پاکستاني روزونکي کبيرخان له خپلې دندې استعفى وکړه.

کبيرخان د خپلې استعفى لامل ځيني شخصي کارونه بللي وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود د اندري مولز د معرفي کېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل ،چې مولز يو پياوړى روزونکى دى؛ ځکه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.

هغه زياته کړه: ((زما هيله له مولز نه دا ده چې په راتلونکي نړيوال جام کې د افغانستان لوبډله يو ښه ځاى ته ورسوي.))

شهزاده مسعود وويل چې د افغانستان د کرکټ بورد اداره له مولز سره هر راز همکاري کوي، تر څو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نوره هم پياوړې شي.

په ياده غونډه کې د کرکټ د ملي لوبډلي روزونکي اندري مولز وويل چې د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې ښه استعدادونه او د کرکټ لوبې لپاره  لېوالتيا شتون لري.

هغه وويل تراوسه چې يې د کومو لوبډلو د روزونکي په توګه دنده ترسره کړي، هغو لوبډلو ښې پايلې ترلاسه کړې دي.

ده زياته کړه: ((هڅه کوم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم ښو مقامونو ته ورسوم.))

اندري مولز د کرکټ د روزنې په برخه کې ٢٨کلنه تجربه لري او په دې موده کې د سکاټلنډ، نيوزيلنډ، کنيا د ملي لوبډلو او د انګلستان د کرکت د ١٩ کلنې لوبډلې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.