کابل (پژواک ١٣ وږى ٩٣): انګلستانى روزونکى اندري مولز نن د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه دنده پيل کړه .
اندري مولز وروسته له هغه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې د نوي روزونکي په توګه وګومارل شو ، چې د افغانستان د کرکټ پخواني پاکستاني روزونکي کبيرخان له خپلې دندې استعفى وکړه.
کبيرخان د خپلې استعفى لامل ځيني شخصي کارونه بللي وو.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود د اندري مولز د معرفي کېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل ،چې مولز يو پياوړى روزونکى دى؛ ځکه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.
هغه زياته کړه: ((زما هيله له مولز نه دا ده چې په راتلونکي نړيوال جام کې د افغانستان لوبډله يو ښه ځاى ته ورسوي.))
شهزاده مسعود وويل چې د افغانستان د کرکټ بورد اداره له مولز سره هر راز همکاري کوي، تر څو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نوره هم پياوړې شي.
په ياده غونډه کې د کرکټ د ملي لوبډلي روزونکي اندري مولز وويل چې د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې ښه استعدادونه او د کرکټ لوبې لپاره لېوالتيا شتون لري.
هغه وويل تراوسه چې يې د کومو لوبډلو د روزونکي په توګه دنده ترسره کړي، هغو لوبډلو ښې پايلې ترلاسه کړې دي.
ده زياته کړه: ((هڅه کوم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم ښو مقامونو ته ورسوم.))
اندري مولز د کرکټ د روزنې په برخه کې ٢٨کلنه تجربه لري او په دې موده کې د سکاټلنډ، نيوزيلنډ، کنيا د ملي لوبډلو او د انګلستان د کرکت د ١٩ کلنې لوبډلې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن