ترينکوټ، اسعداباد( پژواک ١٥ وږى ٩٣) : د اروزګان والي وايي، چې د ټاکنيز بهير ځنډ په دې ولايت کې د بيارغونې پر پروژو بده اغېزه کړې ده.
والي امان الله تېموري دا څرګندونې په دې ولايت کې د حج او اوقافو رياست لپاره د نوې ودانۍ د پرانيستو په مراسمو کې وکړې.
هغه وويل، چې دغه دوه پوړېزه ودانۍ په دوه جربيه ځمکه کې جوړه شوې، چې ١٤ اداري خونې او نور ملحقات لري.
د تېموري په وينا، پر يادې ودانۍ ۹،۷ ميليونه افغاني لګښت راغلي ، چې د حج او اوقافو د وزارت له لوري ورکړل شوى دى.
والي وويل چې د ټاکنو پروسې اوږدېدل او د دې پروسې پرسرلانجې د نورو ستونزو ترڅنګ د اروزګان ولايت پر پرمختيايي کارونو بده اغېزه کړې ده.
دغه راوز د اروزګان ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي حمدالله پژواک ته وويل، چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره به يې چارې چټکې شي.
ده وويل، چې تر دې مخکې په يوه دولتي کمپلکس کې اوسېدل او يواځې په دوه خونو کې يې د رياست ټولې چارې تنظيمولې.
بلخوا چارواکي وايي، چې د نورستان ولايت په مرکز پارون کې يې د يوه پول د جوړولو چارې بشپړې او په واما ولسوالۍ کې يې د دوه پلونو د جوړولو کارونه پيل کړل.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پارون پر پول ۳ ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
والي وايي، چې دا هر يو پول ٥١ متره لږوالى لري، چې د جوړېدو مالي لګښت يې د فوايد عامې وزارت ورکړى دى.
هغه وويل، چې د دې پلونو په جوړېدو سره به ډېرو ځايي خلکو ته د تګ راتګ اسانتاوې برابرې شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن