مزارشريف (پژواک ١٥ وږى ٩٣): د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولين وايي، چې د ټاکنو اړوند روانو سياسي ناندريو په هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړه کړې ده.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ″د کار د قانون او مقرراتو، د کار حقوق او اصول د اسلام په رڼا کې او د کار نړيوال سازمان معيارونو د پوهاوي پروګرام″ تر سرليک لاندې يوه ورځنۍ غونډه تر سره شوه.
د يادې غونډه په څنډه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال حسام الدين همراه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې په هېواد کې د بې کارۍ کچه مخ پر لوړېدو ده.
نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو اړوند وروستيو سياسي ناندريو هېواد کې په هراړخيزه توګه يو ډول بې باوري را منځ ته کړې، چې له امله يې د کار پيداکوونکې بنسټيزې چارې له خورا ټکنيتوب سره مخ شوې دي.
د هغه په وينا، د ټاکنو د ناندريو له امله، پر حالاتو د کمپنيو بې باوري زياته شوې، چې ورسره بنسټيزې پروژې کمې شوي او يا هم د نشت برابر دي.
همداراز، د ډاډمن امنيت نشتوالی او له هېواده د نړيوالو موسسو تېښته د دې لامل شوې، چې د بې کارۍ کچه لوړه شي.
همرا ه وويل، چې په ټوليزه توګه په هېواد کې څه باندې ۱۶ سلنه ځوانان د بې کارۍ ښکار دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو ځوانانو کې يې ۵۰ سلنه په بشپړه توګه بې کاره دي او پاتې ۵۰ سلنه يې کله بې کاره او کله د موقتي کار لرونکي وي.
د هغه په وينا، که چېرې د ټاکنو اړوند روانې سياسي ناندرۍ پای ونه مومي، نو لرې نه ده، دغه سلنه ورځ تر بلې زياته شي، چې د هېواد په هراړخيز حالت به منفي اغېز کوي.
همرا وويل، چې دوی په تېرو اوو کلونو کې توانېدلي، چې په ټول هېواد کې ۲۰۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن