ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ژورنالېزم کې دې د عملي زمينه راته برابره شي”

“په ژورنالېزم کې دې د عملي زمينه راته برابره شي”

author avatar
7 Sep 2014 - 16:27
“په ژورنالېزم کې دې د عملي زمينه راته برابره شي”
author avatar
7 Sep 2014 - 16:27

مزارشريف (پژواک ١٦وږى ٩٣): د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي محصلين وايي چې د عملي کار د نشتوالي له امله يې درسي چارې ټکنۍ پر مخ روانې دي.

د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي محصل جواد نبي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې محصلينو ته بايد د عملي کارونو زمينه برابره شي خو د دغه پوهنتون په ژورناليزم پوهنځي کې دغه اسانتيا نه ده برابره شوې.

نوموړي زياته کړه، که څه هم په بلخ ولايت کې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ فعاليت کوي خو بيا تر ډېره حده د ژورناليزم پوهنځي محصلينو له شته رسنيز چاپېريال څخه په سمه توګه ګټه نه ده پورته کړې.

د هغه په وينا، ځيني محصلين د خپلو شخصي هڅو له لارې له ځينو رسنيو سره په اړيکې لري، چې په کې يې ځان ته د عملي کار يو څه اسانتيا برابره کړې ده.

خو نبي زاده وويل، چې د دغه ډول محصلينو شمېر خورا کم دی.

نوموړي زياته کړه چې ژورناليزم تر تيوري پر عملي کار ډېر ولاړ دی چې له دې امله يې ورته خپلې درسي چارې نيمګړې برېښي.

د همدغه پوهنځي محصل عتيق الله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې درسي سيستم خورا مثبت بدلون کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې ډېری استادان يې په بهرنيو پوهنتونونو کې سيمينارونه ورکړل، درسي کتابونه تر ډېره د ژورناليزم له نوي معيار سره برابر چمتو کوي خو د عملي کار د نشتوالی له امله دغه چارې بې ګټې برېښي.

د ژورناليزم پوهنځي د وروستي کال محصله رويا موسوي بيا وايي چې که څه هم د تېرو کلونو په پرتله په عملي کارونو کې بدلون راغلی خو بسنه نه کوي.

هغې پژواک ته وويل چې د عملي کار په موخه دوی په وروستيو کلونو کې په ګروپونو کې وېشل کېږي او ځينو رسنيو ته ورپېژندل کېږي؛ خو دغه چاره تر ډېره ګټوره نه برېښي.

د هغې په وينا که چېرې د پوهنځي په پيل کې په ځانګړې توګه محصلينو ته د بلخ په رسنيز چاپيريال کې د کار زمينه برابره شي نو لرې نه ده، چې دوی ښه راتلونکی ولري.

د دغه پوهنځي استادان هم وايي چې محصلينو ته يې د اړتيا وړ د عملي کار اسانتيا نه ده برابره شوې.

د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رييس محمد نظري پژواک ته وويل چې که څه هم دوی هڅه کوي چې د ژورناليزم د نويو بدلونو پر بنسټ تيورک درسونه چمتو او وړاندې کړي؛ خو بيا هم د محصلينو د شمېر د زياتوالي له امله ځينې مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په تيورک سيستم کې کومه ستونزه نه لري؛ خو د عملي کار لپاره د محصلينو د شمېر د زياتوالي له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

د هغه په وينا د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی په يوازې ځان محصلينو د عملي کار اسانتيا نه شي برابرولی.

نظري وايي چې که چېرې د بلخ ولايت کې شته رسنۍ له دوی سره مرسته وکړي نو لرې نه ده چې دغه ستونزه په اسانه حل کړای شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.