ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د نفت او ګازو تاسيسات پرانيستل شول

author avatar
8 Sep 2014 - 12:33
author avatar
8 Sep 2014 - 12:33

فيروزکوه (پژواک ١٧ وږى ٩٣): په غور ولايت کې خلکو ته په مناسبه بيه د سون توکو د وړاندې کولو او له خصوصي سکتور سره د سيالۍ په موخه د نفت او ګازو تاسيسات پرانيستل شول.

په دغو تاسيساتو کې د ٤٥٠ متريک ټنو په وړتيا د اوبلن ګاز يوه زېرمه، ودانۍ، استنادي دېوال او نور تجهيزات شامل دي چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له بوديجې د ٤٧ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوي دي.

د غور ولايت د نفت او ګازو امر محبوب الله اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال په دې زېرمه کې له ايران او ترکمنستانه ٢٠٠ متريک ټنه توريدي ګاز لري او په راتلونکي کې به ټوله زېرمه ډکه شي.

هغه زياته کړه چې د نفتي توکو يوه زېرمه هم په دغو تاسيساتو کې شامله ده او په راتلونکي کې به له دې لارې هم خلکو ته ګاز وړاندې شي.

د غور د نفت او ګازو امر د دغو تاسيساتو د جوړښت موخه له خصوصي سکتور سره سيالي وبلله او ويې ويل چې که چېرې خصوصي سکتور وغواړي چې د ګاز بيه لوړه کړي، نو دولت به د خپلو زېرمو ګاز خلکو ته په مناسبه بيه وړاندې کړي.

هغه زياته کړه: ((دا چې خصوصي سکتور نه دى توانېدلى په بازار کې د ګازو بيه لوړه کړي، يو عمده لامل يې د همدې تاسياستو جوړېدل دي.))

اوس مهال يو کيلو ګاز د غور په فيروز کوه بازار کې په اويا افغانۍ دى او په يو وروستي کال کې يې په بيه کې کوم بدلون نه دى راغلى.

اکبري وويل چې د اړتيا پر مهال به د دولت له خوا ګاز له اويا افغانيو څخه په ټيټه بيه وړاندې شي.

د ګل محمد په نوم يوه هټۍ وال وويل چې تر اوسه د ګازو بيه نه ده لوړه شوې او دا چې د ځينو ولايتونو لکه کابل په پرتله ازران دى، دا يوه ښه خبره ده.

هغه وويل چې دولت بايد خصوصي سکتور پرې نه ږدي چې د سون توکو بيه لوړه شي او که چېرې داسې وکړي، نو بايد خلکو ته د وېش لپاره کافي زېرمې ولري.

د غور په مرکز کې د رحيم داد په نوم يوه مزدور کار وويل: ((زه د ورځې سل روپۍ کار کوم، د ګاز پېرل راته ستونزمن دي.))

هغه وويل چې دولت بايد ګاز په ځانګړي ډول په ژمي کې چې اړتيا يې ډېرېږي، بېوزلو خلکو ته په ډېره ټيټه بيه وړاندې کړي.

خو د غور والي سيد انور رحمتي وايي چې د دغو تاسيساتو جوړښت په ځانګړي ډول په ژمي کې چې د زياتې واورې ورېدنې له امله د غور لارې بندېږي، مهم رول لري او خلک کولى شي چې په ژمي کې له دولت څخه په مناسبه بيه ګاز ترلاسه کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.