کندوز (پژواک ١٧ وږى ٩٣): د کندوز امنيتي چارواکو، د دغه ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون د لسو وسلوالو مخالفينو له وژل کېدو او پنځو نورو له ټپي کېدو خبر ورکړى دى.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيدسرور حسيني، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو ته دغه مرګ ژوبله نن سهار د وسلوالو مخالفينو په عملياتو کې اوښتې ده.
هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کسانو کې د عبدالرحيم په نوم د طالبانو يو قوماندان او همدرانګه په ټپيانو کې هم د وسلوالو يو قوماندان ملا شاه ولي ځدراڼ شامل دي.
د حسيني په وينا، د عملياتو په سيمه کې د وسلوالو له لوري څلور ځاى پر ځاى شوي ماينونه يې هم کشف کړي، چې د ملي اردو او پوليسو د انجنيرۍ ټيم له لوري له منځه وړل شوي او عمليات تر اوسه پورې دوام لري.
د کندوز د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا وياند جګړن غلام حضرت کريمي وويل، چې د طالبانو مړي د پېښې په سيمه کې پاتې او امنيتي ځواکونه د چاردرې ولسوالۍ په ځدراڼو، امان الله او سرک بالا کليو کې پر عملياتو بوخت دي او ياده ولسوالۍ به ژر تر ژره د وسلوالو له شتون پاکه کړي.
کريمي وويل، چې د پېښې په ترڅ کې يو دولتي سرتېرى هم وژل شوى دى.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې چاردرې په ولسوالۍ کې يې د ملي اردو شپږ ځانګړي سرتېري وژلي او څلور نور ټپيان کړي دي.
د ويلو ده، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د چاردرې په ولسوالۍ کې جګړه روانه ده، چې له امله يې سلګونه کورنۍ کندوز ښار او د ياد ولايت نورو سيمو ته کډه شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن