ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان تر ټولو ستر ملي بيرغ په کابل کې ورپول شو

د افغانستان تر ټولو ستر ملي بيرغ په کابل کې ورپول شو

author avatar
10 Sep 2014 - 19:41
د افغانستان تر ټولو ستر ملي بيرغ په کابل کې ورپول شو
author avatar
10 Sep 2014 - 19:41

کابل (پژواک ١٩ وږى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د افغانستان تر ټولو ستر ملي بيرغ د کابل ښار د وزير محمد اکبر خان د غونډۍ پر سر ورپاوه.

دغه بيرغ په داسې حال کې، د وږي په ١٩مه مازيګرمهال ورپول شو، چې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د هند د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوارج هم شتون درلود.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوارج د هند د دولت او خلکو په استازيتوب د افغانستان د دغه ستر ملي بيرغ د رپانده کېدو له امله مبارکي وويله.

هغې وويل، نوموړې په دغه بيرغ کې د افغانستان د خلکو يووالى او يو موټيتوب او د هغو ټولو افغانانو او سرتېرو خاطرې ويني، چې ځانونه يې د خپل هېواد د ساتنې په لاره کې قرباني کړي دي. 

نوموړې زياته کړه، په هندوستان کې ويل کېږي چې د غم په شريکولو سره نيم غم کمېږي او د خوشحالۍ په شريکولو سره خوښي دوه برابره زياتېږي او که دغه خوښي له دوستانو سره ووېشل شي، نو سل برابره زياتېږي.

سوارج وايي: “زه دلته راغلې يم، چې ستاسو په خوښۍ کې شريکه شم او له تاسو سره دغه خوښي ووېشم. زما لپاره دا د خوښۍ او وياړ ځاى دى، چې د افغانستان د تر ټولو ستر ملي بيرغ د پورته کولو په مراسمو کې برخه اخلم او دغه بيرغ ته سلام کوم.”

د هند د بهرنيو چارو وزيرې په تېره يوه لسيزه کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د حکومت لاسته راوړنې وستايلې او ويې ويل: ډاډه يم، په کومه لاره چې نن افغانستان روان دى، په راتلونکي کې به يې نور پرمختګونه او برياليتوبونه هم په نصيب شي.

هغې څرګنده کړه، چې هند له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون لرونکى لومړنى هېواد دى، چې له افغانستان سره به د اوږدمهال لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې په دغو مراسمو کې د وزير محمد اکبرخان په غونډۍ کې د نوموړي بيرغ په ساحه کې د يوه تفريحي پارک د جوړيدو لپاره د خپل هېواد له خوا د يو ميليون امريکايي ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

ولسمشر حامد کرزي په دغو مراسمو کې د هند هېواد له خوا د دغه ستر ملي بيرغ د جوړېدو او د بيرغ په ساحه کې د يوه تفريحي پارک د جوړېدو لپاره د دغه هېواد له خوا د يو ميليون ډالرو له مرستې څخه مننه وکړه.

د ملي اردو لوى درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي د معلوماتو له مخې، د دغه بيرغ د ستنې اوږدوالى ۷۸متره، په خپله د بيرغ اوږدوالى ۳۰ او سور يې ۲۰ متره دى، چې د هندوستان په مالي مرسته جوړ شوى دى.

Visits: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.