ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان روبات زمانه

د افغان روبات زمانه

author avatar
10 Sep 2014 - 15:20
د افغان روبات زمانه
author avatar
10 Sep 2014 - 15:20

کابل (پژواک ١٩ وږى ٩٣): افغان پوهان چې د “سمارټ ټانک” جوړونه يې نوى نوښت دى، له مالي ستونزو سره، سره د ټکنالوجۍ په برخه کې له يخچالونو، تر بې پيلوټه الوتکو او اورتوپيدي سامانونو د اړتياوو پوره کولو هڅې کوي.

سمارت ټانک لکه یو وړوکی جنګي موټر ښکاري، پرزې او لینونه يې سره پېچل شوي او بیا له یوې سپېرې اوسپنیزې ټوټې سره تړل شوې دي، خو په حقیقت کې دا د ماین د کشف ماشین دی چې د کابل د پولتخنیک پوهنتون محصلینو جوړ کړی دی.

تهمینه جلال هاشمي له هغو څلورو محصلينو ده چې سمارت ټانک يې جوړ کړى.

هغه وايي: “دا ماشین هم په اتومات ډول او هم په لاس کنترولېداى شي او سنسورس (د تشخیص وړتیا) هم لري.”

په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو را په دېخوا، د یاد پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي او د تیوریک او عملي ميخانيک څانګه يې مخ پر وده دي.

د دغه دیپارتمنت مشر عزیز رحمتي وايي چې په ۲۰۱۲ کال کې د لومړي ځل لپاره له دغه دیپمارتمنت څخه ۱۱ محصلین فارغ شول.

په هېواد کې جوړ شوي روباتونه

رحمتي وايي چې په ياد پوهنځي کې د انجنيرۍ سافت وير او هارډ وير زده کړې په عملي او نظري ډول ترسره کېږي.

رحمتي وايي: “دلته زده کوونکو ته د روباټ جوړولو بېلابېلې زده کړې ورکول کېږي. د راتلونکي لپاره موږ په پام کې لرو چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې، د بهرنیو چارو وزارت، د ملي دفاع وزارت او د مخابراتو او تکنالوجۍ وزارت لپاره اتومات دروازې او زینې جوړې کړو. دغه کار به په دغو ادارو کې زموږ د محصلینو لپاره د کارکولو فرصتونه هم برابر کړي.”

 سمارت ټانک په سنسورس، مایکروچپ او یو انجن سمبال دی او پر ماین سربېره نور خطرناک توکي، کشف او خنثى کولی شي.

د سمارت ټانک جوړوونکي وايي، دغه ټانک کولی شي له وړاندې تعیین شوې لارې او موقعیتونه و ارزوي او د رادار په سیستم هم سمبالېداى شي.

د هغوى په وينا، کوم معلومات چې ټانک یې راټولوي، په سرورونو یا د کمپیوټر په حافظه کې ساتل کېږي.

د سمارت ټانک د جوړوونکو له ډلې ۲۳ کلن شاه حسین محمدي وايي چې چارې يې تر اوسه په لومړنيو پړاوونو کې دي.

هغه زياتوي: “موږ غوښتل چې د خپلې پوهې او زده کړو پر مټ یو روبات جوړ کړو، سمارت ټانک تر اوسه يوه لابراتواري بېلګه ده، که د افغانستان دولت زموږ لپاره نور فرصتونه برابر کړي، موږ به نور شیان هم جوړ کړو.”

که څه هم دا پروژه د محصلینو لپاره یو تجربوي ازمايښت و، خو سر له اوسه يې د حکومت پاملرنه ځان ته اړولې ده.

د سمارت ټانک یو بل جوړونکی احمد مجيدي وایې: “په دې وروستیو کې موږ د مخابراتو او تکنالوجۍ له وزارته وړاندیز ترلاسه کړ چې یو سمارت ټانک ورته جوړ کړو. خو د ولسمشرۍ د ټاکنو له امله مو دغه کار تر اوسه نه دى پيل کړى.))

د هېواد له بدلېدونکو سیاسي حالاتو سره پر ځان برابرونې سربېره محصلین له اقتصادي ننګونو سره هم لاس او ګرېوان دي.

د يادو نوښتګرو ځوانانو په ډله کې یواځېنۍ نجلۍ تهمینه هاشمي وايي،‌ محصلینو سینسرونه پر خپلو شلو زرو افغانيو (شاوخوا ۳۴۵ ډالرو) له کاناډا راوغوښتل.

په ترانزیټ کې بند

پروفیسو رحمتي وایي، د ناټو د یوه هوکړه ليک پر بنسټ د ترکیې انکارا پوهنتون د کابل پولتخنيک پوهنتون د ميخانيک له څانګې سره د ځينو توکو د مرستې ژمنه کړې ده.

خو هغه وايي، په لوړو زده کړو وزارت کې د واکمنې “بېکاره بېروکراسي” د دې لامل شوه چې د آنکارا پوهنتون له خوا د روباتونو د جوړولو لپاره ژمنه شوو توکو لېږد وځنډېږي.

د هغه په وينا، د ګمرکونو له لارې د توکو لېږد هم وخت اخیست، نو ځکه محصلین اړ شول چې ځيني اړين توکي په خپل لګښت برابر کړي.

پروفیسور رحمتي زياتوي: “که څه هم مرسته شوي توکې د کابل ګمرکاتو ته را رسېدلي وو، زموږ محصلین اړ شول چې د روباتونو لپاره ځیني توکي له کاناډا او نورو هېوادونو نه پر خپلو پیسو راونیسي.”

د میخانیک د ديپارتمنت مشر په ډاډ سره وویل چې که له محصلینو سره مرسته وشي،‌ هغوی به ولس ته بېلابېل او ډېر ښه نوښتونه رامنځته کړي.

ده وویل: “که موږ ته سم فرصتونه په لاس راشي موږ به میزایل، راکټونه او د رادار سیستم جوړ کړو.”

ډېر نوښتګر، لږې مالي سرچینې

سمارټ ټانک په افغانستان کې د تخنیکي نوښتونو د لړۍ نوې بېلګه ده، خو تر دې مخکې هم دې ورته شيان جوړ شوي دي.

څه موده مخکې په سمنګانو کې يوه ١٢ کلن ماشوم هم يو وړوکى سکواټور جوړ کړ او دوه کاله وړاندې په هلمند کې یوه سړي د هوا د یخولو د يو ارزان بيه ماشین پر جوړولو پیل وکړ.

رجيب اندېښمن، د افغانستان یو ډېر پېژندل شوی نوښتګر دی چې تر اوسه یې یوه بې پیلوټه الوتکه، یو جرثقیل او د ترافیکو د خوندیتوب یوه اله جوړه کړې ده.

 دغه راز تېر کال یوه افغان ډاکټر، محمداسماعیل وردک د (افغان الې) په نوم داسې یوه طبي اله جوړه کړه چې په مرسته یې د مات شوي ځنګون او یا څنګل درملنه کېداى شي.

رحمتي په خواشينۍ سره وايي چې د افغانستان دولت له ډېرو لږو نوښتګرو سره مرسته کوي.

د ده په وينا، د روباټ د يو رښتيني سيستم جوړول، ډېرو پيسو او يو ځواکمن ټيم ته اړتيا لري.

خو دی بیا هم له دې امله خوښ دی چې دیپارتمنت یې د هېواد د ساینسي څېړونو مخکښ بنسټ دی.

 پروفیسور رحمتي وایي: “په افغانستان کې د روباټ جوړونې لومړني ګامونه موږ پورته کړي دي.”

دغه راپور د افغانستان ټوډې(Afghanistan-today) له خوا چمتو شوی دى.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.