کندوز (پژواک ١٩ وږى ٩٣): امنيتي چارواکي وايي چې د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې پيل شوي يو مياشتني عمليات د ٢١٠ وسله والو مخالفينو په مرګ ژوبله پاى ته رسېدلي، خو مخالفين وايي چې په دې ولسوالۍ کې فعال دي او امنيتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د شاهين دوه په نوم په پيل شوو چاڼيزو عملياتو کې اردو، پوليس، ملي امنيت، عامه نظم او سيمه ييزو پوليسو ګډون کړى و.
د کندوز امنيه قوماندان پاسوال مصطفى محسني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات يوه مياشت وړاندې د چهاردرې ولسوالۍ په ځپل شوو برخو کې پيل شوي وو او دا دى د ١٣٠ وسله والو مخالفينو په وژل کېدو او ٨٠ نورو په ژوبلېدو پاى ته رسېدلي دي.
هغه زياته کړه چې په وژل شوو کې د ملا افضل، ملا سلطان، عبدالرحيم او ملا شاه ولي ځدراڼ په ګډون څو قوماندانان هم شامل دي.
امنيه قوماندان زياته کړه چې په دغو عملياتو کې شاوخوا ٤٠ کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه چاڼ او تلاشي شوي او د ولسوالۍ په ناامنو او ځپل شوو سيمو کې ١٥ نوې پوستې د وسله والو د نفوذ د مخنيوي په موخه اچول شوې دي.
امنيتي چارواکي وايي چې په چهاردره کې د کورنيو طالبانو تر څنګ پاکستاني او چيچيني وسله وال هم فعاليت لري، خو د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
بلخوا په کندوز کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال جان الله صافي وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو له ډلې ٢٤ سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ تازه استول شوي ځواکونه په نوو پوستو کې ځاى پر ځاى کړي چې د وسله والو مخالفينو د هر ډول احتمالي خطر مخه ونيسي.))
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د چهادرې د چاڼ په اړه د دولت ادعا ناسمه ده او طالبان په کې فعال رول لري.))
د نوموړي له خوا پژواک ته په استول شوي برېښناليک کې راغلي چې په چهادره کې د دولتي ځواکونو عمليات له ماتې سره مخ شوي او درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
امنتيي چارواکو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو د پژواک د راپورونو له مخې د دغو عمليات په اوږدو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.
دواړه ښکېلې غاړې يو بل د دې مرګ ژوبلې لامل بولي.
ځايي خلکو د عملياتو له پاى ته رسېدو خوښي وښوده او د سلګونو کورنيو د بېرته را ستنېدو غوښتونکي دي.
د چهادرې يوه اوسېدونکي نعمت الله وويل: ((په تېرو عملياتو کې به چې کله امنيتي ځواکونه ووتل، نو طالبان به بېرته راغلل، اوس يې چې نوې پوستې جوړې کړې ، بايد تجهيز او اکمال هم شي.))
هغه زياته کړه، شاوخوا ٣٠٠ کورنيو د جګړې له وېرې دغه ولسوالي پرېيښې او د کندوز مرکز ته تللي، خو چارواکي ورته بايد د بېرته ستنېدو زمينه مساعده کړي.
خو د کندوز امنيه قوماندان وايي چې د کلو په تلاشي او چاڼ سره اوس امنيت خوندي دى او بې ځايه شوي کولى شي، له څه ستونزې پرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د چهاردرې ولسوالۍ د غزني ښار په نږدې ١٥ کيلومترۍ کې پرته او په وروستيو کې تل د نا امنيو شاهده ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن