ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د ګچو جوړوونکو ټولنه د زورواکو له باج اخيستنې سر ټکوي

د کابل د ګچو جوړوونکو ټولنه د زورواکو له باج اخيستنې سر ټکوي

author avatar
10 Sep 2014 - 17:51
د کابل د ګچو جوړوونکو ټولنه د زورواکو له باج اخيستنې سر ټکوي
author avatar
10 Sep 2014 - 17:51

کابل (پژواک ١٩ وږى ٩٣): د کابل د ګچ جوړونې او پلورنې ټولنه ګواښ کوي، چې که د يادې ټولنې د غړو د مال او ځان امنيت ټينګ نه شي او د زورواکو د باج اخيستنې مخه ونه نيول شي، نو په هېواد کې به د ګچو توليد ودروي.

 د ګچو د ټولنې يوه غړي او د ګچو د يوې توليدي فابريکې مالک محمد عارف حيدري، نن د يادې ټولنې له مشر او يو شمېر نورو غړو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې نور له باج ورکولو ستړي شوي او د دغې ټولنې غړي، د غيرقانوني وسلوالو کسانو او زورواکو له لوري ګواښل او ان تر دې، چې وهل او ډبول کېږي.

 هغه ادعا وکړه، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د پغمان په کلا حيدرخان کې د روزي خان په نوم يو غيرمسوول وسله وال قوماندان  له ٥٢ کارخونو باج اخلي.

 د هغه په وينا، يادې فابريکې اړ دي، څو د خپلې اړتيا وړ د ډبرو سکاره له قوماندان روزي خان څخه وپېري، له هغه پرته به د ډبرو سکرو د هر موټر په بدل کې بايد لس زره افغانۍ جريمه ورکړي.

 حيدري وويل، چې قوماندان روزي خان له دوى غواړي، څو د ډبرو سکاره د بازار له نرخ څخه له ١٥- ١٨ زرو افغانيو پورې لوړ وپېري.

 هغه زياته کړه، چې يادو ٥٢ فابريکو له تېرو دوو کلونو راهيسې د خپل مجبوريت له امله د روزي خان شرطونه منلي، چې په پايله کې يې تېره مياشت د کابل امنيه قوماندانۍ ته عريضه وړاندې کړه.

 د هغه په وينا، له دې مخکې چې د پغمان ولسوالۍ امنيه قوماندان، روزي خان او د هغه کسان جلب کړي ، نو د روزي خان کسانو او منشي له ټولنې سره په کتبي ډول د دې ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د ټولنې په کار کې هيڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

 خو حيدري زياته کړه، چې د روزي خان کسانو په خپلې کړې ژمنې وفا نه ده کړې او هڅه يې کړې، څو د ټولنې مشر محمد باقر محمدي د هغه سند ورکولو ته اړ کړي، چې له مخې يې ټولې فابريکې بايد سکاره له روزي خان څخه وپېري.

 د هغه په وينا، کله چې د ټولنې مشر د روزي خان د کسانو دغه غوښتنه ونه منله نو دوه ورځې وړاندې د ياد قوماندان کسانو له لوري په ارغندي چوک کې وهل شوى دى.

 باقر محمدي، چې پر بدن باندې يې د وهلو نښې نښانې ليدل کېدې، وويل: ” د قوماندان روزي کسانو غوښتل، چې زه بايد په يوې سپينې ورقې باندې ګوته ولګوم، څو د کارخانو مالکان له دې وروسته د ډبرو سکاره له قوماندان روزي واخلي، خو ما انکار وکړ، چې له هغه وروسته څو کسانو زه د کلاشينکوف په سيخ او ميل ووهلم.”

حيدري، چې د يادې ټولنې په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل که چېرې د دوى د ځان او مال امنيت خوندي نه شي او له قوماندان روزي او د هغه له کسانو سره قانوني چلند ونه شي نو دغه ټولنه به د ګچو له توليد لاس واخلي.

 د هغه په وينا، اوسمهال په دغو فابريکو کې له زرو  ډېر کسان په کار بوخت دي او هره فابريکه په يوه ورځ کې له ٣٠ څخه تر ٤٥ ټنو پورې ګچ توليدوي.

 ورته مهال د کابل امنيه قوماندان د جنايي څېړنو مشر مل پاسوال فريد افضلي، د روزي خان د کسانو له لوري د محمد باقر وهل او ډبول منلي دي.

 د هغه په وينا، قوماندان روزي چې اوسمهال له خپلې سيمې تښتېدلى، د محمدباقر د وهلو ترڅنګ د باج اخيستنې او په اجباري ډول د سکرو په پلور او نورو قضيو کې هم په لاس لرلو تورن شوى، چې د پوليسو تر تعقيب لاندې دى.

 پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې له قوماندان روزي خان سره هم خبرې وکړي او د هغه نظر تر لاسه کړي، خو له ياد قوماندان سره اړيکه ټينګه نه شوه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.