ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د جګړو له امله بېځايه شوي مرستو ته اړتيا لري

هلمند کې د جګړو له امله بېځايه شوي مرستو ته اړتيا لري

author avatar
10 Sep 2014 - 17:46
هلمند کې د جګړو له امله بېځايه شوي مرستو ته اړتيا لري
author avatar
10 Sep 2014 - 17:46

لښکرګاه (پژواک ١٩ وږى ۹۳):د هلمند ولايت د جګړو له امله ۱۸ سوه بېځايه شوو کورنيو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.

د دغو مرستو د وېش په موخه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير جماهير انوري د وږي په ١٩مه دغه ولايت ته سفر وکړ او په رسمي ډول يې د مرستو د وېش لړى پيل کړه.

نوموړي په لښکرګاه مېشتو بېځايه شوو ته د مرستو د وېش پر مهال وويل چې دغه مرستې د سعودي عربستان د پاچا له خوا برابرې شوې دي.

نوموړي خبريالانو ته وويل چې دا کورنۍ د دغه ولايت د وروستيو جګړو له امله له ځينو ولسواليو بې ځايه شوې دي.

انوري وويل هرې کورنۍ ته اوه قلمه خوراکي توکي، البسه، وريژې، اوړه، غوړي، چاى او پخلنځي اړوند نور وسايل ورکول کېږي چې په ترلاسه کولو سره به يې يوڅه ستونزې هوارې شي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، دوى هڅه کوي څو ټولو کډوالو ته چې د نا امنيو له امله يې خپلې سيمې پرېيښي نورې مرستې هم ورسوي.

په همدې اړه د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم خبريالانو ته وويل دغه کورنۍ د يوه ټاکل شوي کمېسيون له خوا په نښه شوي او ټول مستحق دي.

د هلمند والي زياته کړه، دوى هڅه کوي چې له ټولو ولسواليو بېځايه شوې کورنۍ په نښه او په کاپي اندازه خوراکي توکي او البسي ور ورسوي.

په همدې اړه د غوټۍ په نامه بې ځايه شوې مېرمنې پژواک ته وويل: ((د ماښام لپاره هم اوړه او خوراکي توکې نه لري، ښه شو چې دا توکي يې ترلاسه کړل.))

خو د دې په وينا، په هغه لېست کې چې اوس د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه د خپلوۍ يا شراکت په ډول سره نومونه ليکل شوي دي.

د وزير محمد په نوم بيا يو بل تن پژواک ته وويل، له نادعلي څخه راکډوال شوى دى او مرسته يې ترلاسه کړه چې تر يوې اندازې به يې ستونزې هوارې شي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې له دوى سره دې نورې دې ته ورته مرستې هم وشي ځکه د دوى په سيمه کې جګړه ده.

د يادولو ده، په هلمند کې په را ورستو جګړو کې چې شاوخوا يې درې مياشتې پوره کېږي سلګونه کورنۍ دې ته اړ شول چې خپل سيمې پرېږدي او لښکرګاه ته راکډه شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.