ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عربي سروزرو او ډېزل تېلو بيې ټيټې شوې

د عربي سروزرو او ډېزل تېلو بيې ټيټې شوې

author avatar
11 Sep 2014 - 16:19
د عربي سروزرو او ډېزل تېلو بيې ټيټې شوې
author avatar
11 Sep 2014 - 16:19

کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩٣): کابل کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پټرول تېلو بيې لوړې شوې، خو د ډېزل، عربي سرو زرو او غوړيو بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله يو لېتر پټرول تېل له ٦٣ افغانۍ څخه ٦٥ افغانيو ته لوړ شوي، خو د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه له ٦٠ افغانۍ څخه ٥٩ افغانيو ته را لوېدلې ده.

خو د کابل ښار د تايمني پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو کيلو ګاز بيه ٧٠ افغانۍ ده.

د خوراکي توکو له ډلې يوازې د غوړيو بيه راغورځېدلې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې اونۍ په څېر د پنځوس کيلويي پاکستانۍ بورې بيه ١٧٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي اوړه ١٢٨٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين ويتنامي چاى په ١٨٠ افغانۍ دى.

خو نوموړي څرګنده کړه چې د پنځه لېټره مومن غوړيو بيه له ٣٨٠ افغانۍ څخه ٣٦٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

هغه وويل، چې د غوړيو بيې په نړيواله کچه راټيټې شوې دي.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې يوه دوکاندار خانعلي وويل چې نن د پنځوس کيلويي اوړو عمده پلور ١٤٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي بوره ٢٠٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلويي پاکستانۍ سېله وريجې ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٨٠ افغانۍ دى.

د عربي سرو زرو بيې هم راټيټې شوې دي.

د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ګرام عربي سره زر له ٢١٠٠ افغانيو ٢٠٠٠ افغانيو ته راغورځېدلې، خو د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه د تېرې اونۍ په څېر ١٧٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى يوه صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٥٠ افغانۍ او د زر کلدارو د اخيستو ارزښت ٥٦٥ ا فغانۍ دى.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٣٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٦٥ افغانۍ و.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.