ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د کډوالو ښارګوټي د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي

author avatar
11 Sep 2014 - 13:35
author avatar
11 Sep 2014 - 13:35

لښکرګاه (پژواک ٢٠ وږى ۹۳): چارواکي وايي چې په هلمند کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړېدو چارې د امنيتي ستونزو له امله په ټپه ولاړې دي.

دغه څرګندونې د کډوالو چارو وزير جماهير انوري د وږي په ٢٠مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خبريالانو ته وکړې.

نوموړي وويل چې د اته زره کډوالو د اوسېدو لپاره د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سيمه کې ښارګوټی جوړېږي چې اوس يې د جوړېدو چارې درېدلې دي.

د ده په وينا، د ياد ښارګوټي په تړاو له مسوولينو سره خبرې کوي څو په راتلونکي کې د امنيت له پلوه ستونزي هوارې کړي.

وزير زياته کړه، د دغه ښارګوټي نقشه په معياري ډول جوړه شوې، روغتيايي مرکزونه، ښوونځي، پارکونه او نور ملحقات په پام کې ورته نيول شوي دي.

د هلمند د کډوالو چارو رييس غلام فاروق نورزي پژواک ته وويل چې دغه ښارګوټی په پنځه زره جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې په ياده سيمه کې د امنيتي حوزې لپاره ځاى هم ټاکل شوی و خو امنيتي مسوولينو د سيمې د امنيت نيولو په برخه کې مرسته ونه کړه.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته ومنله چې د ښارګوټي په سيمه، په ځانګړې توګه د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج کې امنيتي ستونزې شته دي.

د ده په وينا په دې اړه امنيتي ځواکونو خپل پلانونه جوړ کړي او ډېر ژر به اړوند ستونزې هوارې کړي.

د سردارمحمد په نوم يوه تن پژواک ته وويل دوی له پاکستانه راستانه شوي او په ياد ښارګوټي کې د کور ژمنه ورسره شوې خو تر اوسه کور نه دى ورکړل شوى.

هغه وايي اوس په لښکرګاه کې په کرايي کور کې اوسېږي خو هيله لري چې د سرپناه لپاره دې کور ورکړل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.