ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شانګهاى غونډه پيل شوه

د شانګهاى غونډه پيل شوه

author avatar
12 Sep 2014 - 13:28
د شانګهاى غونډه پيل شوه
author avatar
12 Sep 2014 - 13:28

 کابل (پژواک٢١ وږى ٩٣): د شانګهاى د همکاريو سازمان د مشرانو څوارلسمه غونډه نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پيل شوه .

 ولسمشر حامد کرزي د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ (وږى ٢٠مه) په ياده  غونډه کې د ګډون په موخه تاجکستان ته دوه ورځنى سفر وکړ .

 په هغې خبرپاڼه کې، چې تېره ورځ د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې، راغلي چې ولسمشر حامد کرزى به په ياده غونډه کې د خبرو ترڅنګ د دې سازمان د مشرانو او د شانګهاى د غړو هېوادونو له يو شمېر مشرانو سره هم خبرې وکړي .

 سرچينه زياتوي، په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د ملي امنيت مشاور ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او د نړيوالو چارو سلاکار يحيى معروفي د ولسمشر حامد کرزي ملتيا کوي.

په دې غونډه کې افغانستان، منګوليا، ايران، هندوستان او د پاکستان مشرانو د ناظرينو په توګه ګډون کړى دى.

 د شانګهاى د همکاريو سازمان په سږنۍ غونډه کې به تر ډېره بريده له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د سيمې د امنيت پر ټينګښت خبرې  وشي.

 په دې غونډه کې د افغانستان له موضوعاتو سربېره، شانګهاى سازمان ته د نويو غړو د جذبولو د  ميکانيزم پر پوره کېدو هم خبرې اترې کېږي.

 له دې غونډې وروسته به د شانګهاى د همکاريو سازمان نوبتي مشري له تاجکستان څخه رسما روسيې ته وسپارل شي او د دې سازمان راتلونکې غونډه به په ٢٠١٥ زيږديز کال کې د روسيې په اوفا ښار کې تر سره شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.