کابل پژواک ٢٢ وږى ٩٣): د کرکټ د ٢٠١٥ کال نړيوال جام په داسې حال کې هېواد ته راوړل شو چې د يو شمېر چارواکو په ګډون سلګونو کسانو يې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې يې هرکلي ته راغلي وو.
ټاکل شوې د يو ورځني کرکټ د نړيوال جام سيالۍ د ٢٠١٥ زېږديز کال په فبرورۍ مياشت کې په اسټراليا او نيوزيلينډ کې پيل شي.
د دغو سياليو جام پر هغو هېوادونو ګرځول کېږي چې په دغو سياليو کې يې د ګډون چانس ترلاسه کړى وي.
افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه د ٢٠١٥ کال د کرکټ يو ورځني نړيوال جام ته يې پيدا کړى دى.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن تر غرمې وروسته په يوه بجه د کرکټ نړيوال جام د کابل نړيوال هوايي ډګر ته د کرکټ بورډ د اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد لخوا راوړل شو.
هغه زياته کړه چې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د کرکټ بورډ د مسوولينو، ملي لوبغاړو او د کرکټ مينه والو له خوا يې تود هرکلى وشو.
د کرکټ نړيوال جام په داسې حال کې له هوايي ډګر څخه بهر راوړل شو چې د ملي لوبډلې پخوانى کپتان نوروز منګل او اوسني کپتان نبي عيسى خېل لخوا لېږدول کېده.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس سلاکار وزير شهزاده مسعو د پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په خورا زيار او هلو ځلو سره د نړيوال جام سياليو ته لار موندلې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ نن په خورا وياړ سره د هغه نړيوال جام هرکلی کوو چې موږ په خورا بریالیتوب سره لار ورته موندلې ده.))
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد چې د نړيوالو سياليو جام يې له متحده عربي اماراتو څخه له ځانه سره راوړ، په کابل نړيوال هوايي ډګر کې يې رسنيو ته داسې وويل، نړيوال جام ته لارموندنه او په نړيوالو سياليو کې لوبېدل د افغان لوبغاړو، کرکټ بورډ ادارې او د ټول اولس يو ارمان وو.
ده زياته کړه: ((زه باور لرم چې ملي لوبډله به له برابر شوي چمتووالي وروسته په نړيوالو سياليو کې له ځانه ښې وړتياوې وښيي.))
د کرکټ نړيوال جام د کابل په هوايي ډګر کې د ګڼ شمېر رسنيو په شتون کې له تاوده هرکلي وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږدول شو.
ټاکل شوې ده چې وروستو دغه نړيوال جام د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي ته يوړل شي او هلته به ورته يو لړ مراسم ونيول شي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن