کابل (پژواک ٢٢ وږى ٩٣): په کابل کې د کرکټ د ميليون ليګ سيالۍ د پاکستان د دوو ځايي لوبـډلو په ګډون سره پيلېږي.
دغه سيالۍ د لوبه کرکټ کميونيټې يا اېل. سي. سي له خوا د راتلونکې جمعې ورځ (د وږي ٢٨مه) پيلېږي چې يوه اونۍ به دوام وکړي.
د اېل. سي. سي مشر ضراب شاه ظهير د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې شل اووريزو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې دوه يې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اړونده دي.
هغه زياته کړه، چې د ميليون ليګ سيالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيلېږي او د شمشاد تلويزيون له خوا به په ژوندۍ بڼه وښودل شي .
ظهير وويل چې په دغو سياليو کې له افغانستان څخه شپږ لوبډلې المصافي ټايګرز، هېواد دوست، متحده افغان، کاروان پوهنتون، افغان رنجرز او افغان لاينز او د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت څخه د خيبر ګرين او د پښتونخوا اېم سي اې لوبـډلې شاملې دي.
دى وايي چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره کېږي او د بلې جمعې په ورځ به وروستۍ يا پاى لوبه ترسره شي.
د اېل سي سي د مشر په وينا، د سياليو په پاى کې به د يو ميليون افغانيو په ارزښت انعامونه پر لوبـډلو او لوبغاړو ووېشل شي.
ظراب شاه ظهير وايي چې په افغاني لوبډلو کې د افغانستان د ملي لوبډلې ، ١٩ کلنو لوبډلې او الف لوبډلې پياوړي لوبغاړي شتون لري.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي چې خصوصي سکتور د کرکټ لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولى شي.
هغه د ميليون ليګ سياليو د پيلېدو د هرکلي ترڅنګ وويل چې د افغانستان کرکـټ بورډ له دوى سره د لوبغالي، لوبڅارانو او نورو تخنيکي برخو کې همکارۍ کړې دي.
د اېل سي سي مشر ضراب شاه ظهير هم وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ ورسره همکاري کړې او له هغوى يې مننه وکړه.
د يادونې ده، تېر کال د ميليون کپ سيالۍ د کابل د کرکټ په خصوصي زرملوال لوبغالي کې ترسره شوې چې د المصافي لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن