لښکرګاه (پژواک ۲۳ وږى ۹۳): چارواکي او خلک وايي چې وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ ته نږدې پوستې ولکه کړې او بازار ته يې ننوتي دي.
د سنګين يوه اوسېدونکي عبدالاحد پژواک اژانس ته د ټيلېفون پرکرښه وويل، چې تېره شپه وسله وال طالبان د سنګين بازار ته رسېدلي او د ولسوالۍ پر ودانۍ يې بريدونه پيل کړي دي.
د ده په وينا چې وسله والو په لوډ سپېکرونو کې پر پوليسو غږ کړی چې تسليم شي او يا هم سيمه پرېږدي کنه وبه وژل شي.
هغه وويل چې وسله وال اوسمهال له شمال لور څخه د منډيي سيمې ته ننوتي او هڅه کوي ټول بازار تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د ولي محمد په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د توغي په سيمه کې پوليس له خپلو پوستو تښتېدلي او جګړه د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک تاييدوي چې جګړه د سنګين ولسوالۍ بازار ته رسېدلې، وسله وال طالبان د منديي سيمې ته ننوتلي او په لوډسپېکرونو کې يې غږونه کړي دي.
خو د والي وياند زياتوي چې ډېر ژر به وسله وال طالبان بېرته پر شا وتمبول شي.
د ده په وينا، جګړه د ولسوالۍ په مرکزي سيمو کې روانه ده، تر دې مهاله درې پوليس وژل شوي، څلور ټپيان دي او شپږو ملکي وګړو ته هم مرګ ژبله اوښتې ده.
ځواک ونه ويل چې د دولت وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که څنګه.
د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل د سنګين ولسوالۍ جګړې ته که پوره ځواک ونه لېږل شي سقوط به وکړي.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې په سنګين ولسوالۍ کې يې د پوليسو ډېرې پوستې نيولي او ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
احمدي ادعا کوي چې په دغو جګړو کې يې د پوليسو موټر او مهمات هم نيولي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن