فراه ( پژواک ۲۳ وږی ۹۳ ): د فراه ولايت د والي د مرستيال ١٤ کلن زوی د تومانچې پر وسيله ځان وژنه وکړه.
د فراه ولايت مرستيال والي محمديونس رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال يې ١٤ کلن وزى ″ياسين″ د تومانچې پر وسيله ځان وژنه کړې ده.
رسولي وويل،ياسين په خپل کور کې هغه مهال ځان وژنه کړې چې مشر ورور ″ارش″ يې ورته ويلي؛ څو دوکان ته د سودا د پېرلو په موخه ولاړ شي.
دى وايي:(( ياسين نه غوښتل دوکان ته ولاړ شي؛ مشر ورور يې په ټوکه ورته ويلي، ورځه که نه وژنمدې. ياسين ويلي؛ته مې مه وژنه زه په خپله ځان وژنم؛ د کورنۍ د غړو پام نه و تومانچه يې راخيستې او ځان يې پرې ويشتلى دى.))
رسولي په خورا خواشنې لهجه وويل، چې د بهرنيو سريالانو له امله ځوانان هڅول کېږي چې په احساساتو کې راشي او ورته اعمال ترسره کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن